پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهپه شمالي وزیرستان کې د ښځو په ګډون پینځه کسان وژل شوي

په شمالي وزیرستان کې د ښځو په ګډون پینځه کسان وژل شوي

تاند (دوشنبه د حوت ۴) په شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو په دوو پېښو کې د څلورو ښځو په ګډون پنځه کسان وژل شوي او له اتو څخه تر لسو پورې نور تښتول شوي هم دي.

د شالي وزيرستان د پولیسو مشر شفيع الله ګنډاپور وايي، تېره ورځ ناوخته د میرعلي په تحصیل سیمه کې د یوې غیر دولتي ادارې پر کارکوونکو نامعلومو کسانو برید کړی دی چې په پایله کې یې پینځه کسان وژل شوي او تر لسو پورې نور تښتول شوي.

د سیمې خلک پاکستاني استخباراتي ادارې په دې پېښو کې په لاس لرلو تورنوي او وایي چې پاکستاني ریاست په دغو سیمو کې د خلکو ځانګړې توګه د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو د خورولو او ېرولو لپاره له نوې بڼې کار اخیستل پیل کړي دي.

دوی وایي چې ریاست باید ژر تر ژره په دغه سیمه کې هدفي بریدونو ته د پای ټکی کېږدي.

تر اوسه ددې پېښې مسؤلیت کوم چا نه دی منلی.

د راپورونو له مخې په دې وروستیو کې په شمالي وزیرستان کې د ناامنیو پېښې زیاتې شوي چې خلک یې اندېښمن کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...