شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد پوهنې وزارت د تدارکاتو او وارث سیر شرکت ریيسان د اداري...

د پوهنې وزارت د تدارکاتو او وارث سیر شرکت ریيسان د اداري فساد په تور نیول شوي

تاند ( دوشنبه، د کب ۴)  د افغانستان لویې څانوالي مسوولین وايي، د پوهنې وزارت د تهیه او تدارکاتو، او دغه راز د وارث سیر شرکت ریيسان د اداري فساد په تور د کب میاشتې په درېيمه نېټه نیول شوي چې اوس مهال یې دوسیې تر څېړنو لاندې دي.

د لویې څانوالي له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یادو کسانو په ګډه یو مستعمل جنراتور په ۱۲میلیونه افغانیو اخستی او په قاچاقي ډول یې هېواد ته دننه کړی و، چې له دې درکه یې دولت ته زیان اړولی دی.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د افغانستان لویه څارنوالي د اداري فساد پر ضد د مبارزې په برخه کې ژمنه ده او دا اداره ټولې قضیې په بې پرې او خپلواکه توګه، د اسنادو او شواهدو پر بنسټ د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې څېړي.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې وړمه ورځ هم د ښار جوړونې او ځمکو وزارت د مالي او تدارکاتو عمومي رییسانو په ګډون ۱۲ کارکوونکي د ۱۲۰ میلیون افغانیو اختلاس په تور له درنو جرمونو سره د مبارزې ریاست له لوري نیول شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې له فساد سره مبارزه کې د افغان حکومت هڅې ګړندۍ شوي او په دې لړ کې ګڼ شمېر چارواکي هم د لویې څارنوالي له لوري په بند محکوم شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب