پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهکندهار کې ۴ پاکستاني ماین جوړوونکي ووژل شول

کندهار کې ۴ پاکستاني ماین جوړوونکي ووژل شول

تاند (دوشنبه د حوت ۴) د افغانستان د ملي دفاع وزرت په کندهار ولایت کې د څلورو پاکستانیانو په ګډون د ۱۰ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ.

د دفاع وزارت نن دوشنبې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغان کمانډو ځواکونو د هوايي ملاتړ پر مټ د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د ماین جوړونې په کارخانو او ډیپوګانو عملیات تر سره کړل.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دغو عملیاتو کې د څلورو پاکستاني ماین جوړونکو په ګډون ۱۰ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.

د ملي دفاع وزارت وايي، پر دې سربېره په هوايي بریدونو کې د طالبانو د ماین جوړولو یوه کارخانه او زېرمه هم له منځه وړل شوې.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...