شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد هېواد ټول پوهنتونونه د کب میاشتې په ۱۵ نېټه پېلېږي

د هېواد ټول پوهنتونونه د کب میاشتې په ۱۵ نېټه پېلېږي

تاند(دوشنبه، د حوت ۴) د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت ویلي، د کابینې د پرېکړې له مخې به د هېواد ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونه د روانې کب میاشتې په ۱۵ نېټه په حضوري ډول پیل شي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د هېواد ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونه مکلف دي چې د کب میاشتې له ۱۵ نیټې د وري میاشتې تر ۱۵ یعنې د څلورو اونیو په لړ کې درسونه په حضوري توګه مخته یوسي.

د خبرپاڼې په وینا، ټول پوهنتونونه اړ دي چې هغه سمستر چې په نیمایي کې پاتې شوی و د یوې میاشتې په لړ کې پیل کړي او د لومړۍ چانس ازموینه د وري میاشتي په ۱۵ مه نېټه واخلي د ثور میاشتي تر اوومې پورې، دغه راز د دویم چانس ازموینه دې د ثور میاشتې له لسمې تر ۱۹ مې نېټې پورې واخلي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې د نوي سمستر درسونه د راتلونکي کال د ثور میاشتي په ۲۰مه نېټه پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابینې د پرېکړې له مخې، د هېواد ټول پوهنتونونه د کورونا ویروس د زیاتوالي له کبله د درېیو میاشتو لپاره رخصت شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب