شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهبدخشان کې د غره ښویېدو له امله د سرو زرو یوه کان...

بدخشان کې د غره ښویېدو له امله د سرو زرو یوه کان ۷ کارګرو ته مژګ ژوبله واړوله

تاند (دوشنبه د حوت ۴) د بدخشان ځايي چارواکي وايي چې ددغه ولایت په راغستان ولسوالۍ کې د سرو زرو د کان د سپړلو پر مهال څلور کان‌ کیندونکي مړه شوي او درې نور ټپیان دي.

د بدخشان د امنیه قومندانۍ ویاند ثنا‌ءالله روحاني وايي، دا پېښه پرون یکشنبې د واورې او باران د ورښت له امله رامنځته شوې ده.

د ښاغلي روحاني په خبره، د ورښتونو له امله د کان یوه برخه غورځېدلې او کان ‌کیندونکو ته یې مرګ ‌ژوبله اړولې ده.

نوموړی زیاتوي، د راغستان ولسوالۍ امنیتي منسوبینو د پېښې ټپیان د سیمې روغتیايي مرکز ته بېولي او د مړو شویو کسانو جسدونه یې د هغوی کورنیو ته سپارلي دي.

د بدخشان د امنیه قومندان د ویاند په وینا چې د افغان حکومت له خوا د غیر قانوني کان ‌کیندنې د مخنیوي له امله د راغستان په هغو سیمو کې د سروزرو د کان کیندنې کېږي چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي.

د راغستان ولسوالۍ د بدخشان له ناامنو سیمو څخه ده چې خلک په کې د سرو زرو د استخراج لپاره خپلسرې کیندنې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب