شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+جو بایډن ته په افغانستان کې د سرتیرو په اړه ۳ وړاندیزونه

جو بایډن ته په افغانستان کې د سرتیرو په اړه ۳ وړاندیزونه

تاند (دوشنبه د حوت ۴) واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي، یوازې دوه میاشتې وخت پاتې چې بهرني سرتیري د دوحې د هوکړې پر بنسټ له افغانستان څخه ووځي، خو ولسمشر جو بایډن په یو درې لارې کې ایسار دی.

د مالوماتو له مخې امریکايي سرتیري په داسې حال کې له افغانستان څخه د وتلو ټاکلې مودې ته نیږدې کېدونکي دي، چې بایډن ته د خپلو نظامي او استخباراتي سلاکارانو له لوري ۳ انتخابونه وړاندیز شوي دي.

د ورځپاڼې په حواله، جوبایډن ته لومړی وړاندیز دا شوی، چې که افغان حکومت سقوط کوي او یا افغانستان په داخلي جګړو کې هم ښکېل کیږي، باید په ټاکلې موده، یعنې د مې میاشتې په لومړۍ دې ټول سرتیري له هغه هېواد څخه را وباسي.

ښاغلي بایډن ته د خپلو سلاکارانو له لوري دوهم وړاندیز دا شوی، چې له طالبانو سره تر موافقې وروسته دې د یوې لنډې مودې لپاره د سرتیرو د رایستلو موده وځنډوي.

او دریم هم تر نامالومې نېټې پورې د سرتیرو د پاتې کېدو مشوره ده، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن ته ورکړل شوې ده.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، د ولسمشر محمد اشرف غني په مشري د افغانستان اوسنی نظام فاسد او مخ په خرابي روان دی، چې ډير دوام به ونه کړي. د امریکا تګلاره که هر ډول وي، پاکستان او د افغانستان ټول ګاونډي هېوادونه به له خپلو ګټو څخه ساتنه کوي.

د لیکوال په باور، که بایډن دوهم وړاندیز ومني او له طالبانو سره د سرتیرو په پاتې کېدو خبرې وکړي، دا ځل به طالبان له امریکا څخه د ډيرو امتیازاتو غوښتنه کوي او د پاتې طالب بندیانو د خوشې کولو موضوع به مطرح کوي،  خو که ولسمشر بايډن په یو طرفه ډول د سرتیرو د پاتې کیدو تصمیم ونیسي نو طالبان به یو ځل بیا پر امریکايي ځواکونو خپل بریدونه له سره پیل کړي.

3 COMMENTS

  1. د تعجب وړ خبره ده که کوم بې طرفه افغان دا خبره و کړي چې د اشرف غني ډله فاسده ده، نو سمدلاسه کومنټ پاک شي، خو که امریکايي لیکوال یې و کوي، بیانو د کاڼي کرښه ده. دا دا معنی لري چې موږ پر خپل ځان هم شکي شوي یو.

    راغلو د امریکایي مسولانو و درې ګونو وړاندیزونو ته، ګومان کوم چې ټامیان او اشرف غني کټ مټ هاغه د پرچمیانو او کار مل په حالت کې را ګیر دي. ټامیان پوهیږي چې د امریکې له مرستي پرته یې حکومت میاشت هم دوام نه شي کولی! نو ځکه لګیا دي اوبه خړوي او امریکایانو ته د عذر په ژبه وايي:
    پاتي شئ باران ده

    هغه څوک چې د افغاني کودونو، په تیره بیا د پښتنو له ژوند او ژواک سره بلد دی، امریکایان په هر حالت کې په خټه کې بند دي. تر دې زیات وژل او بمبارد نه شي کولای. د عملیاتو زور یې هم په شلو کلونو کې معلوم شوو په کور د ننه بلا ستونزي لري، په نړیوال ډګر کې یې حیثیت په دوه ډالره څوک نه رانیسي، روسيې ځان ورته ښه چاغ کړی دی او….

    نو ښه ورته داده چې د څو محدودو دوه تابعته افغان ټبره لاس پوڅو په خاطر خپل تاریخي بار دروند نه کړي او په ساده پښتو ژبه که ووایم: کونه وکاږي! که داسي ونه کړي، اخر به هم وځي، خو تر دې به هم زیات ذلیله په منډه کې وي.

    کنه زما دا کومنټ دي نښه وي.

    نه طالب یم نه یې پلوی، خو خپل خلک تر هر ټامي و خیاط ښه پیژنم.

  2. دا هسې لیکنې دي چې واشنګتن پوست یې د عامه اذهانو د مخشوشولو لپاره کوي. د افغانستان مشکل د عسکرو په وتلو نه حل کېږي. د افغانستان مشکل له پاکستان سره تړلی دی. اوس به طالبان لکه حزب اسلامي راشي، سبا به پاکستان دا خلک چې دولت له وظیفو د ناغېړی یا نور کوم جرم په خاطر ایستلي پاکستان په شا وټپوي او د مسکینانو په نامه به یې راولېږي.
    افغانستان باید کوشش وکړي چې د دیورند موضوع په یو ډول حل کړي.
    دا ځینې لغتونه خو ما ته بېخي نوي دي، ټامیان او خیاطان؟
    عجب وخت شو، د ځینو کسانو له کامنتو کینه او دښمني همداسې څاڅي خو وايي بې طرف یم. الله پاک دې رحم وکړي.

  3. طبعي خبره ده چي هر څوک خپلي ګټي په نظر کي نيسي. امریکا ته هم تر هرڅه خپلي ګټي لومړيتوب لري. او هر کار د خپلو ګټو د محاسبي له مخي سرته رسوي. د افغانستان په اړه د امریکا د کار پوهانو د څو ورځو مخکي ګډ کمیسیون د وړانديزونو له مخي د ترمپ او خليلزاد وريانت چي په عجله او بي سنجشه د امریکا يې عسکرو وتل وه، رد شوى دى. او په دي ټينګار شوى چي امریکا په افغانستان کي د ديپلوماسي له لارې دوامداري سولي راوستلو ته ژمنه او کار کوي.
    نو ځکه هم باوري ښکاري چې د ډوز مارانو او ټولو هغو
    کورنيو او بهرنيو حلقو چې د افغانستان تر جوړولو په ورانولو خوشحاله دي، او غير مسئولانه ډوزي بادوي، هيلي يې د اوبو پر مخ ليکل کېږي.
    زموږ په وطن مين ولس اوس تر پخوا ډير زيات پوهه شوى، خپلې ګټي پيژنې او دنړيوالې ټولني سره د متقابلو ګټو پر بنياد د اړيکو په ارزښت او اندازه پوهيږي. نو ځکه هم زموږ ولس ته تر هرڅه دمخه زموږ د هېواد ګټي لومړيتوب لري. زموږ ګټي په سوله او له نړۍ سره د ښو اقتصادى، نظامي او سیاسي اړیکو په لرلو کي دي. همدارنګه د نړیوالو ګټي زموږ د هېواد د جغرافيايي او جيو پوليتيک موقعیت له مخي له دموکراتيک او مدرن افغانستان سره په ښو اړیکو کې دي.
    نو ځکه باور لرم چي د پاکستان- روسيه – طالب او ايران د څلور ضلعي په چوکاټ کي دخریبي اجيرانو پلان به انشاالله ناکام او زموږ هېواد به د عزتمني سولې په لار ګام کيږدي!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب