شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد امریکایي ځواکونو د وتلو احتمالي تمدید ته د طالبانو غبرګون

د امریکایي ځواکونو د وتلو احتمالي تمدید ته د طالبانو غبرګون

تاند ( دوشنبه، د کب ۴ ) وسلوالو طالبانو له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو د ضرب‌الاجل احتمالي تمدید ته توند غبرګون وښود.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، دوی به هېڅکله هم تر مې میاشتې وروسته په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له پاتېدو سره موافقه ونه‌کړي.

مجاهد دا خبره د جرمني له ډي پي اې خبري اژانس سره مرکه کې چې نن خپره شوه کړې ده.

هغه ویلي، دوی به کله هم له مې میاشتې وروسته افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پاتې کېدل ونه زغمي نو ځکه دې امریکا د دوحې پر تړون عمل وکړي.

مجاهد ویلي که ناټو، امریکا او نور اړخونه غواړي چې دغه اوسنی بحران پای ته ورسوي، نو د حل یوازنۍ غوره لاره‌ یې دا ده چې پر هغه تړون بشپړ عمل وکړي چې د دوی او د امریکا ترمنځ تېر کال لاسلیک شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا او طالبانو
د تېر کال د فبرورۍ په ۲۹مه دوحه کې تړون لاسلیک کړ چې له مخې ټول امریکایي ځواکونه باید د طالبانو له‌خوا د ځینو ضمانتونو په بدل کې تر مې میاشتې له افغانستانه ووځي.

خو اوس د امریکا د ولسمشر جو بایډن ادارې ویلي چې پر دې او په ټوله کې په شوي تړون له سره غور کوي او هغه ځکه چې طالبانو خپلې کړې ژمنې نه‌دي پوره کړي.

د ناټو غړیو هېوادونو هم ویلي چې طالبانو پر ژمنو عمل ندی کړی او د خپلو پوځیانو وتل یې هم د سولې پروسې د خبرو تر پایلو مشروط اعلان کړي دي.

افغان دولت هم وایي، چې طالبان د سولې اراده نلري او د دې خبرو دویم پړاو خبرو رسمي بحث ته نه حاضریږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب