شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپه افغانستان کې دننه له ۷۰ زرو څخه ډېرې کورنۍ بې ځایه...

په افغانستان کې دننه له ۷۰ زرو څخه ډېرې کورنۍ بې ځایه شوي دي

تاند (دوشنبه د حوت ۴) د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو د چارو وزارت وایي چې په افغانستان کې د روان لمریز کال په ترڅ کې له ۷۰۰۰۰ څخه ډېرې کورنۍ له خپلو سیمو څخه نورو سیمو ته بې ځایه شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو د چارو وزیر نور رحمان اخلاقي یوه خبري کانفرانس ته په خبرو کې وویل چې بې ځایه شوې کورنۍ له حکومتي او نړۍ والو مرستندویو ادارو څخه مرستې ترلاسه کوي.

اخلاقي وویل، «حکومت له ۷۰۰۰۰ څخه ډېرو کورنیو ته مرستې برابروي او هرې کورنۍ ۱۵ زره افغانۍ ترلاسه کړي دي. دغه راز، نړۍ والې مرستندویې ادارې هم له بې ځایه شویو خلکو سره مرستې کوي.»

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکیو د چارو وزارت چارواکي وایي چې د تېرو ۱۸ کالونو په ترڅ کې خواوشا څلور میلیونه افغانان د نښتو او جنګونو له لاسه له خپلو سیمو څخه بې ځایه شوي دي.‌

که څه هم حکومت وایي چې له بې ځایه شویو او غریبو خلکو سره مرستې کوي، لاکن د حکومت په ډېرو دوایرو باندې تورونه پورې کېږي چې نه یوازې داخلي مرستې وړ کسانو ته نه رسوي بلکې نړۍ والې مرستې هم لوټي، چې دغه او نورو اداري فسادونو افغانستان د شفافیت په نړۍ وال لست کې د لسو تر ټولو فاسدو هېوادونو په کټیګورۍ کې نیولی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب