شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهدوستم: د دولت مرکچي پلاوی دې له دوحې بېرته راستون شي

دوستم: د دولت مرکچي پلاوی دې له دوحې بېرته راستون شي

تاند ( دوشنبه، د کب ۴ ) د اسلامي جنبش ګوند مشر او د ولسمشرۍ پخوانی مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم وایي، که طالبان په دوحه کې د سولې خبرو ته نه حاضرېږي نو بیا د افغان دولت مرکچي پلاوي ته هم پکار ده چې بېرته هېواد ته را وګرزي.

هغه له بي بي سي سره په خپله تازه مرکه کې ویلي چې که طالبان د سولې مذاکراتو ته حاضریږي نو د دولت پلاوي ته هم په کار نده چې سوال ورته وکړي.

دوستم طالبان تورن کړي چې ګواکې د افغان دولت مرکچي پلاوي ته په سپکه ګوري او خبرو ته نه کېني.

نوموړي زیاته کړې چې هر انسان خپل غرور لري، په ځانګړې توګه افغانان. دا چې دوحې ته تللي، دوی عادي خلک نه دي بلکې د دولت استازي دي.

د مارشال دوستم دا څرګندونې داسې مهال دي چې په دوحه کې د افغانستان دولت او طالبانو د مرکچیانو ترمنځ د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي او لا یې د پرمختګ هېڅ کوم خبر ندی ورکړل شوی.

افغان حکومت وایي، طالبان خبرو ته نه حاضرېږي او پر ځای یې جګړې ته دوام ورکوي.

که څه هم طالبانو څه موده وړاندې خبر ورکړی وو چې دا خبرې به ډېر ژر بېرته پیل شي، خو تر اوسه یې د بیا پیلېدو کوم څرک نه دی لګېدلی.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا په ګډون نړیوالې ټولنې هم پر طالبانو غږ کړی چې ژر تر ژره دې یو ځل بیا د خبرو بهیر پیل کړي.

مارشال عبدالرشید دوستم د ولسمشر محمد اشرف غني په لومړۍ دوره کې د ولسمشرۍ لومړۍ مرستیال و، خو هغه مهال یې هم له ښاغلي غني سره اړیکې ښې نه وې او تر ډېره له صحنې ایستل شوی و.

خو په دې وروستیو کې یې یو ځل بیا د افغان حکومت او اوسني نظام په اړه خپل دریځ نرم کړی او بیا بیا یې ملاتړ کوي.

هغه څو ورځې وړاندې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار د دې ګواښنې په ځواب کې هم چې ګواکې ارګ به محاصره کړي، هغه ته خبرداری ورکړ چې دی به د نظام دفاع کوي، او که ګلبدين حکمتیار په زور ارګ ته ننوځي نو د بېرته راوتلو لاره به نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب