جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د راشدخان اړوند قلندرز لوبدلې خپله دوهمه لوبه هم وګټله

د راشدخان اړوند قلندرز لوبدلې خپله دوهمه لوبه هم وګټله

تاند ( سه شنبه، د حوت ۳) د پاکستان په سوپرلیګ کې د افغان لوبغاړي راشد خان اړوند لاهور قلندرز لوبډلې خپله دوهمه لوبه هو وګټله.

په دې لوبه کې لومړی کوېټه ګلېډيټرز لوبډلې توپ وهنه وکړه چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۸ منډې جوړې کړې او لاهور قلندرز لوبډلې ته يې د ۱۷۹ منډو هدف وټاکه.

د کوېټې لپاره کرېس ګیل او سرفراز تر نورو ډېرې منډې جوړې کړي چې ګيل په ۴۰ توپونو ۶۸ او سرفراز په ۳۳ توپونو ۴۰ منډې ترسره کړې.

په توپ اچونه کې بیا د لاهور لپاره هارس تر ټولو ښه توپ اچونه وکړه او د مقابلې لوبډلې ۳ لوبغاړي یې وسوځول.

افغان لوبغاړي راشد خان بیا د کوېټې پياوړی لوبغاړی کرېس ګیل سوځولی وو.

لاهور قلندرز پیاوړی پيل وکړ او په ۱۹ ام اور کې یې ټاکل شوی هدف پوره او لوبه یې د ۹ لوبغاړو په شتون کې وګټله.

د قلندرز لپاره محمدحفیظ ۷۳ او فخرزما ۸۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

په توپ اچونه کې بیا عثمان شینواري یواځې یو لوبغاړی سوځولی وو.

د یادونې ده چې لاهور قلندرز لوبډلې په خپلې لومړۍ لوبه کې بیا پېښور زلمي لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب