جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد تاوتریخوالي وروستۍ څپه د افغان ولس او ټولنې په وړاندې سیستماتیک...

د تاوتریخوالي وروستۍ څپه د افغان ولس او ټولنې په وړاندې سیستماتیک یرغل دی

تاند ( سې شنبه، د کب ۵ ) ولسمشر محمد اشرف غني وایي، په هېواد کې د ټولنې د بېلابېلو قشرونو په وړاندې د تاوتریخوالي وروستۍ څپه د افغان ولس او ټولنې په وړاندې سیستماتیک یرغل دی.

هغه چې پرون یې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۲۶ غونډه کې خبرې کولې وویل چې د افغانستان د خلکو او افغان حکومت لپاره اساسي بشري حق سوله ده چې ورته ورسیږي.

ولسمشر په افغانستان کې پر اقتصاد د روانې جګړې د اغېزو په اړه د نړیوالې ترهګرۍ په اړه د یو معلومات راټولوونکي سازمان په حواله وویل چې یوازې په ۲۰۱۹ م کال کې د طالبانو سره تړلو فعالیتونو د افغانستان کورنیو ناخالصو عوایدو ته ۱۸،۶ سلنه زیان اړولی دی.

نوموړي دغه راز په خپلو خبرو کې وویل چې په افغانستان ۱۵۲ زره کسان د جګړو له کبله معلول شوي او شاوخوا ۴۰۰ زره کسان بیا په کور دننه د جګړو له کبله بې ځایه شوي دي.

افغان جمهو رئیس د بشري حقونو د شورا په ۴۶مې عادي غونډه کې د وینا پر مهال دا هم وویل چې په ایران او پاکستان کې لا هم شااوخوا پنځه ملیونه افغانان کډوالۍ کې ژوند کوي.

د ولسمشر په وینا، سولې ته لاسرسی د افغانستان ملي لټون دی او زیاته‌یې کړه چې دا مهال ټول افغانان د یو داسې ډیموکرات خپلواک او یو موټي افغانستان د جوړولو لپاره ګډه اجماع لري چې هم خپلو کې او هم له نړۍ سره په سوله کې ژوند وکړي.

جمهور رئیس وویل، دا مهال سولې ته د سیاسي هواري له لارې د رسېدو په برخه کې د تاریخ په یو نادره شېبه کې دي او په وینا یې افغانان او حکومت‌یې د دې پرانیستې شېبې د بېړني‌توب درک لري.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر تل په خپلو خبرو کې په ټینګار ویلي چې افغان دولت سولې ته ژمن دی، خو طالبان دې خبرو ته ژمنتیا نه لري.

ورته مهال بیګا د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم وردګ خبر ورکړ چې له ځنډ وروسته د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو ترمنځ ناسته تر سره شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب