Homeخبرونهد کندهار د ۱۷ ولسوالیو لپاره نوي ولسوالان معرفي شوي

د کندهار د ۱۷ ولسوالیو لپاره نوي ولسوالان معرفي شوي

تاند ( سې شنبه، د کب ۵)  د افغانستان د سیمه اییزو ارګانونو خپلواکه اداره په کندهار ولایت کې د ټولو ۱۷ ولسوالیو لپاره د نوي ولسوالانو د ګمارل کېدو خبر ورکوي.

دا نوي ولسوالان ټول په یوه ورځ پرون ( دوشنبه، د کب ۴) د کندهار د والي روح الله خانزاده له خوا د یوې غونډې په ترڅ کې دندو ته معرفي شوي دي.

په داسې حال کې چې په تېرو نژدې دوو لسیزو کې د کندهار د ډېری ولسوالیو ولسوالان نه وو بدل شوي او یا هم په لږ توپیر له یوې ولسوالۍ څخه بلې ته بدل شوي وو.

د کندهار والي د نويو ولسوالانو د پېژندنې په مراسمو کې ویلي چې نوي ولسوالان باید د ټاکل کېدو سره سم خپلو ولسوالیو ته ولاړ شي .

د خانزاده په وينا، په عینو مېنه کي ولسوالي نه منم او که کوم کس نه غواړي، چې ولاړ شي څوکۍ دې پریږدي.

د ځینو رپوټونو له مخې د کندهار په ګډون د هېواد په سلګونو ولسوالیو کې ولسوالان د مختلفو دلایلو له مخې ولسوالیو ته نه ځي او د ولایتونو له مرکزونو دندې مخ ته بیایي.

کندهار کې هم تر دې وړاندې د ځينو ولسواليو ولسوالان په کندهار ښار يا عينو مېنه کې اوسېدل او خپلو ولسواليو ته نه تلل.

د کندهار نوي ټاکل شوي ولسوالان وایي، د نوي طرازالعمل له مخي ورکړل شوی اجرائیوي واک باید سمبولیک نه بلکي په عمل کې پلی شي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه حکم پر بنسټ د افغانستان ختیځ ننګرهار پنځلسو ولسوالیو ته هم نوي ولسوالان ګومارلي و.

افغان چارواکي دغه راز وایي، د ښې حکومتولۍ په موخه د نويو ولسوالانو د ګومارنې بهير کې تازه په دندو ګومارل شوي ولسوالان یې د زده کړو، ښې مخينې او نوي فکر لرلو تر څنګ د ځاي خلکو د غوښتني پر بنسټ غوره کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې لا هم د ولسوالۍ شوراګانې نه دي جوړې شوې، په پام کې وه د دغو شوراګانو ټاکني له تېرو ولسمشریزو ټاکنو سره یو ځای تر سره شوی وای خو د بېلابېلو لاملونو له امله ترسره نه شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...