جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه: د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې مخنیوی دې وشي

ملګري ملتونه: د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې مخنیوی دې وشي

تاند(سه شنبه، د حوت ۵) ملګرو ملتونو ویلي، په افغانستان کې دې ژر تر ژره د بشري حقونو د نقض او ملکیانو د مرګ ژوبلې مخنیوی وشي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یونما تازه په افغانستان کې د ملکي وګړو د مصونیت په اړه خپل کلنی راپور خپور کړی دی.

په کابل کې د یونما د دفتر مشرې دبیرا لاینز زیاته کړې، د دې راپور له خپرولو یې موخه دا ده، چې د جګړې ښکېل لوري د ملکي وګړو ساتنې ته متوجه کړي.

د دیبرا لاینز په وینا په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د ختمولو لپاره ان یوه ورځ هم فرصت ده او باید ضایع نه شي.

د ملګرو ملتونو راپور ښيي چې په ۲۰۲۰ز کال کې د تېر ۲۰۱۹ز کال په پرتله ملکي تلفات ۳۰ سلنه راکم شوي دي، خو ملګري ملتونه بیا هم له ښکېلو اړخونو غواړي چې ژر تر ژره جګړې ختمې کړي، د ملکي وګړو د تلفاتو مخنیوی وکړي او روانه خونړۍ جګړه پای ته ورسوي.

ملګري ملتونه داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د ملي مصالحې عالي شورا له لوري د افغان سولې په تړاو د نړیوالې اجماع د پیاوړتیا کنفرانس کې ډاکټر عبدالله عبدالله د سیمې د هېوادونو له استازو او نړیوالې ټولنې سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

نوموړي په دې کنفرانس کې ویلي د امریکا له دې پرېکړې هرکلی کوي چې د افغانستان د سولې پر مسئله بیا کتنه کوي، خو تر څنګ یې له نړیوالې ټولنې او ګاونډیو هېوادونو هم غواړي چې د سولې لپاره پر طالبانو فشار ډېر کړي.

له اوږده ځنډ وروسته قطر کې د مذاکراتي پلاوو مشرانو سره لیدلي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب