جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهسټولټنبرګ:د سرتېرو د ایستلو په اړه پرېکړې ته لا وخت شته

سټولټنبرګ:د سرتېرو د ایستلو په اړه پرېکړې ته لا وخت شته

تاند(سه شنبه، د حوت ۵) د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ له سي ان ان سره په تازه مرکه کې ویلي دوی دې پرېکړې ته رسېدلي چې د ټولو سرتېرو ایستلو ته لا هم وخت شته دی.

د سټولټنبرګ په وینا د ناټو ارزونې ښيي چې تر دې دمه د سرتېرو ایستلو ته زمینه نه ده برابره شوې او که ناټو او امریکا په بېړه د سرتېرو د ایستلو پرېکړه وکړي نو ددې احتمال شته چې د تېرو شلو کلونو لاس ته راوړنې له منځه لاړه شي.

نوموړی زیاتوي، ښایي د سرتېرو ژر ایستلو سره افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر مرکز بدل شي.

د هغه په خبره دمګړی د حل لار دا ده چې طالبان دې په افغانستان کې د جګړو د ختمولو لپاره مانادار مذاکرات وکړي، پر ژمنو دې عمل او تاوتریخوالی دې کم کړي.

سټولټنبرګ همدا راز زیاته کړې د افغانستان د مسئلې په اړه به د ناټو او امریکا ترمنځ د نظر یووالی ادامه پیدا کوي او د حضور یا وتلو په اړه به دواړو لوري یوې واحدې هوکړې ته سره رسېږي.

سټولټنبرګ داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تېره ورځ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، له ډي پي اې خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې که چېرته د ناټو په ګډون امریکا او نورې خواوې غواړي چې د افغانستان اوسنی بحران پای ته ورسېږي نو باید د دوحې پر هوکړه عمل وکړي.

د دوحې هوکړه کې ژمنه شوه وه چې امریکایي ځواکونه به د روان میلادي کال تر مې میاشتې پورې له افغانستان څخه وځي خو د بایډن ادارې بیا وویل چې طالبانو یاده هوکړه نه ده عملي کړې نو دوی هم پر یاده هوکړه له سره کتنه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب