یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهافتخار: د افغانستان سولې پروسه د پرمختګ په لور روانه ده

افتخار: د افغانستان سولې پروسه د پرمختګ په لور روانه ده

 تاند ( سې شنبه، د کب ۵ ) د پاکستان د پوځ ویاند جنرال بابر افتخار وایي، د افغانستان سولې  روان بهیر کې به ستونزې وي، خو دا هر څه د وخت په تېرېدو حل کېدونکي دي او اوس مهال د سولې خبرې د پرمختګ په لور روانې دي.

هغه تېره ورځ رسنیو سره خبرو کې ویلي چې د پاکستان امن په افغانستان کې له امن سره تړلی دی او دوی هیله مند دي چې افغانستان د تل پاتې سولې څښتن شي.

د نوموړي په وینا، د سولې په خبرو کې د پاکستان مثبت رول ټولو ته ښکاره دی، موږ د اسانتیاوو بربراولو برخه کې مرسته کړې او دې لړۍ ته به لا نور دوام ورکړو.

افتخار زیاته کړې، د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ پرېکړې دوی په خپله کوي، چې څنګه او په څه ډول مخ ته لاړ شي.

د پاکستان د پوځ ویاند دا خبرې داسې مهال کړي، چې تازه د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د قطر پلازمېنه دوحه کې غونډه ترسره شوې او د خبرو پر دوام یې ټينګار کړی دی.

له دې وړاندې افغان حکومت او نړیوالو هېوادونو تل پاکستان په دې تورن کړی، چې له طالبانو مالي او پوځي ملاتړ کوي، تر څو په افغانستان کې خپلو موخو ته ورسېږي چې پاکستان  ته د طالب استازو سفرونه، هلته یې له جنګیالیو او ټپیانو سره لیده کاته ښکاره ثبوت دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب