جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهطالبانو د ملکي تلفاتو په هکله د یوناما راپور رد کړ

طالبانو د ملکي تلفاتو په هکله د یوناما راپور رد کړ

تاند (سه شنبه د حوت ۵) طالبانو د ملکي تلفاتو په هکله د ملګرو ملتونو (یوناما) راپور بې اساسه وباله.

د طالبانو د نظامي چارو ویاند ذبیح الله مجاهد نن سه شنبه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د یوناما په راپور کې یو ځل بیا سلیقوي چلند شوی دی او د ملکي مرګ ژوبلې اصلي عاملین پکې پټ شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې دوی د غلطو معلوماتو پر بنسټ چمتو شوی دا راپور ردوي او له یوناما څخه غواړي چې د ملکي تلفاتو د اصلي عاملینو په افشا کولو سره د یادو مرګ ژوبلو دقیقه څیړنه وکړي او له دغې بشري موضوع څخه سیاسي استفاده ونه کړي.

بایل وویل شي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما وايي، د بین الافغاني خبرو له پیلېدو وروسته د ملکي افغانانو په مرګ ژوبله کې زیاتوالی راغلی دی.

یوناما په یوه تازه راپور کې ویلي، له هغې چې د سولې بین الافغاني خبرې پیل شوي د ملکي وګړو مرګ ژوبله هم ۴۵ سلنه لوړه شوې ده.

د سرچینې په وینا د ملکي مرګ ژوبلې د سلنې لوړوالی د ۲۰۲۰ کال په وروستۍ ربع کې راغلی دی، چې ډېری یې د ماین چاودنو او هدفي وژنو له امله دی.

په راپور کې ویل شوي په ۲۰۲۰ کې ټولټال ۸۸۲۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې له ډلې یې ۳۰۳۵ تنه وژل شوي او ۵۷۸۵ تنه نور ټپیان شوی دي.

یوناما د یادو تلفاتو د ۴۶ سلنې مسؤلیت پر وسله والو طالبانو، ۸ سلنې مسؤلیت پر داعش ډلې او ۲۲ سلنې مسؤلیت پر افغان سرتیرو ور اچولی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ زیاته کړې، د ۲۰۲۰ کال په وروستیو کې خبریالان، مدني فعالان، بشري فعالان او د امنیتي سرتیرو د کورنۍ غړي په هدفي بریدونو کې په نښه شوي دي.

یاد بنسټ روانه میاشت هم په خپل یو راپور کې وویل چې د سولې بین الافغاني خبرو له پیلېدو څخه بیا تر دا مهاله شپږ خبریالان او پینځه بشري فعالان په هدفي بریدونو کې وژل شوي.

په راپور کې ویل شوي چې ملکي مرګ ژوبلې ته په کتو افغانستان لا هم د ملکي وګړو لپاره د مرګونو هیوادونو په قطار کې دی.

یوناما د ملکي وګړو خوندیتوب ته په اشارې د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ کړی چې د ملکي وګړو ژوند ته پاملرنه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب