شنبه, اکتوبر 5, 2024
Home+زموږ د هیواد نوم (له اریانا، باختر او خراسان څخه تر افغانستان...

زموږ د هیواد نوم (له اریانا، باختر او خراسان څخه تر افغانستان پورې)

محمد ابراهیم شینواری

هغه کسان چې تېر تاریخ په یاد نه ساتي، مجبور دي، هغه تکرار کړي (جورج سانتایانا)

د یو قوم د له منځه وړلو لپاره تر ټولو اغیزناکه لار دا ده چې د خپل تاریخ پوهه یې رد او له منځه یوسئ

هغه څوک چې پر تېر وخت کنټرول لري، د راتلونکي واک هم لري. هغه څوک چې پر اوسنۍ زمانې کنټرول لري، د تېر وخت واک هم لري. (جورج ارویل)

افغانستان د یوې سترې جغرافیې ستراتیژیکه او مرکزي سیمه ده، چې له ډېرې لرغونې زمانې پکې حکومتونه، پادشاهۍ او امپراطورۍ جوړې شوي دي. چې د زیاتره پایتختونه زموږ په اوسنۍ جغرافیه او کله زموږ د لویې جغرافیې په یوې بلې برخه کې وو.

په دې لویه او سره نږدې جغرافیه کې، چې له کاشغره تر فارس خلیج او له سمرقنده تر سند او عربو بحیرې غځیدلې ده، څو لوی او زیات منځني او کوچني قامونه ژوند کوي، چې هر یو د مشرۍ او حکومتونوجوړولو تاریخ لري او عبارت دي له ترکتبارانو، پښتنو، فارسیانو، د هندله شمالي قومونو (پنجابیانو اوسندیانو) او نورو څخه.

هیوادونه او سیاسي جغرافیې وخت په وخت بدلې شوې، لویې شوې او وړې شوي دي، خو خاوره او ولس په خپل ځای پاتې دی. البته دې سیمو ته نوي انسانان راغلي، له دې ځایونو خلک نورو ځایونو ته تللي دي، داخل کې هم کوچیدنې شوي دي، یرغلګرو زیات انسانان قتل کړي دي، خو اصلي کتلې پر خپل ځای پاتې دي.

پخوا د هیوادونو سیاسي نومونه دومره منظم نه وو او زیاتره د هغې سلطنتي کورنۍ په نوم یادیدل چې په مربوطه جغرافیه کې به یې حکومت جوړ کړی وو. کله داسې هم شوي دي چې له یوې سیمې یوه کورنۍ پدې توانېدلې ده چې یوه امپراطوري جوړه کړي، او مربوطه امپراطورۍ د دغې کوچنۍ سیمې په نوم یاده شي. د پارس امپراطوري یې بېلګه ده چې له پارس ولایت څخه خپره او ستره شوه. کله داسې هم شوي دي، چې بهرنیو قومونو یوې سیمې ته یو نوم ورکړی دی، لکه د خراسان ولایت نوم چې عربانو دې ټولې ختیځې سیمې ته کارولی دی. په مجموع کې د یوې لیکنې پر بنسټ د هیوادونو او دولتونو د نومونو منشه له لاندې څلورو ډولو په یوه کې شاملیږي:

  1. د قوم یا قبېلې نوم: په زیاتره هیوادونو کې نوم د قومونو یا قبیلو له نوم څخه اخیستل شوی، لکه د افغانستان، روسیې، ازبیکستان، تاجکستان، هندوستان نومونه. نږدې درېیمه برخه (شاوخوا ۷۵ هیوادونه) د قوم له نوم څخه اخیستل شوي دي پدې ګروپ کې تر ټولو زیات هیوادونه شامل دي.
  2. د جغرافیوي سیمې نوم: شاوخوا څلورمه برخه هیوادونه (تقریباً ۵۰) د یوې ځانګړې جغرافیوي سیمې په نوم نومول شوي دي، لکه د ایټالیا او استرالیا په نومونو کې.
  3. د جغرافیوي موقعیت نوم: شاوخوا ۲۵ هیوادونه د جغرافیوي موقعیت له مخې نومول شوي دي، لکه شمالي کوریا او جنوبي افریقا چې د شمالي یا جنوبي موقعیت پر بنسټ نومونه لري .
  4. د مهمو اشخاصو نوم: شاوخوا ۲۵ هیوادونه د یوه مهم شخص، اکثره وخت یو سړی، په نوم نومول شوي دي. د بېلګې په توګه، امریکا د امریگو ویسپوچي په نوم او سعودي عربستان د سعودي کورنۍ په نوم دی.

د شلو خواوشا کې هېوادونه له رازه ډک نومونه لري، چې په یادو شوو څلورو ګروپونو کې نه راځي

https://qz.com/1070266/the-name-of-a-country-can-only-really-mean-one-of-four-things

بله مهمه مسله داده چې د هیوادونو نومونه ثابت او مقدس نه دي، او د وخت په تېرېدو یې بدلون کړی دی. لاندې هیوادونه یې څو بېلګې دي:

هیواد پخوانی نوم اوسنی نوم
امریکا نیو ورلډ (New World) یا کولمبیا متحده ایالات (USA)
روسیه روسي امپراتوري، شوروي اتحاد روسیه (Russia)
فرانسه ګال (Gaul) او د فرانکس سلطنت فرانسه (France)
کاناډا برتانوي شمالي امریکا (British North America) کاناډا (Canada)
جرمني پراشیا (Prussia) جرمني (Germany)
سعودي نجد او حجاز (Nejd and Hejaz) سعودي عربستان (Saudi Arabia)
ترکیه اناتولیا، عثماني امپراتوري (Ottoman Empire) ترکیه (Turkey)
ایران فارس (Persia) ایران (Iran)
پاکستان د بریتانوي هند برخه  (British India) پاکستان (Pakistan)
هند بهارت، برتانوي هند  (British India) هند (India)
مصر قبط، کیمیت (Kemet) یا فاروق سلطنت مصر (Egypt)
ایتوپیا اکسوم سلطنت (Aksumite Empire) او حبشه (Abyssinia) ایتوپیا (Ethiopia)

د هیوادونو د نومونو، جغرافیو، دولت ډول، او نورو ټولنیزو مسلو په برخه کې مختلفو فکټورونو برخه لرلې ده. دین، طبیعي پېښې، ولږې، قحطۍ، استعمار، اشغال، داخلي اختلافونه او نور پدې کې شامل دي. 

د افغانستان د تېرو او اوسنیو نومونو په باب لنډ معلومات:

الف. اریانا، اریانا ویجه، باختر، ایریانا، ایران

اریانا یا د هغې نور تلفظونه په لرغونې دوره کې هم د جغرافیوي لوري، هم د کلتوري او هم د سیاسي واحد په توګه یاده شوې ده:

د لومړي ځل لپّاره د ریګویدا په سرودونو کې ارین یا اریایي د هغو خلکو لپاره کارول شوې چې نجیب او شریف وو. همدغه د ریګویدا سرودونه وروسته هند ته تللي او د هندي دین او مذهب اساس یې تشکیل کړی دی. تر هغه وروسته آریانا د اوستا (تر میلاد زر تر یو نیم زر کاله مخکې) له مخې د اریاناویجه په نوم یاده شوې ده چې معنی یې د نجیبو او شریفو خلکو ټاټوبي ته ویل کېږي.

اریانا د لرغونو یوناني تاریخپوهانو لکه هېرودوتس او سترا بو له‌خوا د یوې پراخې جغرافیوي سیمې په توګه کارېدلې ده چې اوسنی افغانستان، او د ایران، پاکستان او ترکمنستان ځینې برخې پکې شاملې وې. دا سیمه په عمومي ډول د لومړنيو هندو ـ اریايي قومونو مېشت ځای وو. هغه قبیلې او سیمې چې دغو لیکوالانو یادې کړې دي، زیاتره یې د افغانستان په اوسنۍ جغرافیه کې دي.

اریانا همدا رنګه د فارس د هخامنشي او ساساني سترواکیو د ختیځو برخو لپاره یوه جغرافیوي او کلتوري سیمه یاده شوی ده، چې پکې بېلابېل کلتورونه او قومونه شامل وو چې هندو ـ اریایي ریښې یې لرلې.

که څه هم اریانا د یوه سیاسي دولت په توګه نه ده کارول شوې، خو د اریانا ځینې برخې لکه باختریا د لویو سترواکیو لکه هخامنشي ، یونانو ـ باختري او وروسته د کوشاني سترواکیو سیاسي سیمه وه.

د ځینو کتیبو د تعبیر له مخې ایرانیان دعوه کوي چې په ساساني دور کې (۲۲۴ م – ۶۵۱ م)، د “ایران” یا “ایران‌شهر” نوم د ساسانیانو په واکمنۍ کې د یو سیاسي او فرهنګي هویت په توګه وده وکړه، چې دا سیمه یې د آریایانو د تمدن او د زردشتي دین مرکز ګڼله. خو دغه نومونې هغه وخت د اوس په شان نه منظمې وې او نه دایمیي.

په صفوي دور کې (۱۵۰۱ م – ۱۷۳۶ م)، د “ایران” نوم سیاسي وده وکړه او د صفویانو واکمني ترې د خپل هېواد رسمي هویت او سیاسي جغرافیې د نومونې لپاره د استفادې کوښښ وکړ.

په پهلوي دور کې (1925 م – 1979 م)، د “ایران” نوم رسماً د یوه ملي او سیاسي هویت په توګه ټینګ شو. پهلوي رژیم هڅه وکړه چې د صفوي دور راهیسې پیل شوي ملي هویت او د ایران تاریخ د خپل هویت لپاره وکاروي او د یو عصري نشنلست دولت په توګه یې نړۍ ته ور وپېژني. رضا شاه دا کار زیاتره د نازي المان سره د نږدې والي او قومي لوړتیا غوښتنې له مخې وکړ، چې البته په داخل او بهر کې د ده د وراره په شمول د مخالفینو له خوا وننګول شو. یوه بېلګه یې په لاندې لنک کې کتلی شئ:

https://www.khorasanzameen.net/archive/politics/mspartak01.html

نتیجه:

اریانا، ایریانا، ایران د کلتوري او تمدني جغرافیې، جغرافیوي لوري او ډېر کم د سیاسي جغرافیې په نوم یاد شوي دي.

د اریانا لومړي مرکزونه په اوسني افغانستان کې دي. د اوستا له ۱۳ یادو شوو اریايي مهمو ښارونو څخه یې ۱۱ زموږ په جغرافیه کې دي.

د فردوسي شهنامه چې د ایران کلیمه یې زیاته یاده کړې ده، له یادو شوو څو سوه ښارونو او سیمو څخه یې ۹۰٪ د افغانستان په اوسنۍ جغرافیه کې واقع دي.

متأسفامه ایران دا نوم د خپل هویت او نشنلیزم د تقویي لپاره په خپل هیواد (فارس) باندې کېښود او افراطي تاریخ سازي یې ورته وکړه، خو د اریانا نوم د ایران ملکیت نه دی، بلکې د سیمې د ډېرو هیوادونو شریک میراث دي چې په مرکز کې یې افغانستان پروت دی. اوس هم ایران په خپلو ښارونو د لرغوني اریانا او خراسان د هغو سیمو نومونه ږدي، چې د اوسني افغانستان برخه وو.

باختر

باختر، Bactria یا Bactriana د افغانستان د یوې لویې برخې، او زموږ د شمالي ګاونډیانو د ځینو برخو د نوم په توګه کارول کېده. دغه نوم تر میلاد مخکې شپږمې پېړۍ څخه تر میلاد وروسته لومړۍ پېړۍ پورې موجود وو او د خپلو بډایو تاریخي او کلتوري اغیزو له امله یوه مهمه سیاسي او کلتوري سیمه وه.

باختر د هخامنشي سترواکۍ (د میلاد نه مخکې شپږمه تر څلورمه پېړۍ) پر مهال شهرت وموند او بیا د مقدوني سکندر د سترواکۍ برخه شوه چې شاوخوا د میلاد نه مخکې ۳۳۰ کال و. د اسکندر له مړینې وروسته، دغه سیمه د سېلوکي سترواکۍ برخه او د دې سیمې ځايي او مستقله واکمني شوه چې د یوناني ـ باختري سلطنت (شاوخوا د میلاد نه مخکې ۲۵۰ تر ۱۲۵ کال) په نوم یې شهرت درلود. په پای کې، په لومړۍ میلادي پېړۍ کې د کوشاني سترواکۍ برخه شوه، او تاریخي او کلتوري میراث یې په راتلونکو پېړیو کې هم اغیز درلود.

د باختر مهم ښارونه له بخدي یا بکترا/Bactra) – ، ای خانم (Ai-Khanoum) – ، او دلبرجین ـ تپه (Delbarjin-Tepe) –  وو چې د باختري تمدن، سوداګرۍ، کلتور، او سیاسي پرمختګ بنسټیز مرکزونه وو چې په اوسني افغانستان کې واقع دي.

ب. خراسان

 خراسان هم په بېلابېلو دورو کې د یوې کلتوري او تمدني سیمې په نوم، او کله د یوه هیواد نه، بلکې د یو ولایت په توګه د یوې سیاسي جغرافیې په توګه یاد شوی دی.

خراسان د کلتوري او تمدني سیمې په توګه:

خراسان له پخوانیو زمانو راهیسې د یو مهم کلتوري او تمدني مرکز په توګه پېژندل شوی دی. دا سیمه د اسلامي، زردشتي، بودایي او نورو تمدنونو تر منځ د کلتوري تبادلې یوه لویه لار وه. د اسلامي دورې په لومړیو کې، خراسان د علم، فلسفې، ادب، او هنر مرکز و، چې له دې ځایه د اسلامي تمدن ډېر مهم پوهان او علما راپورته شول. د عباسي خلافت په دوره کې، خراسان د اسلامي پوهې او زده کړو لوی مرکز و او په ځانګړي ډول د عرفاني تفکر او تصوف په وده کې یې مهم رول درلود. د خراسان کلتور د بېلابېلو قومونو، ژبو، او دینونو په همغږۍ او یووالي باندې ولاړ و.

خراسان د سیاسي جغرافیې په توګه:

په سیاسي لحاظ، خراسان په بېلابېلو دورو کې د سترواکیو د مهمو ولایتونو او سیاسي واحد په توګه مطرح و، خو هیڅکله هم کوم مستقل هیواد نه وو. په هحامنشي، ساساني، عباسي خلافت، طاهري، صفاري، ساماني، غزنوي، سلجوقي، صفوي، ابدالي واکممنیو کې یا د یو مهم جغرافیوي، فرهنګي، اقتصادي او کله کله د یو سیاسي ولایت په توګه مطرح و.

البته له سیاسي مرکز څخه جلا، عربانو خراسان د یو جغرافیوي لوري په توګه ګاڼه، د اسلامي فتوحاتو په دوره کې دوی خراسان هغه سیمو ته ویل کېده چې د عراق او فارس ختیځ لوري ته پرتې وې، چې دا سیمې په ځانګړي ډول په اوسني افغانستان، ختیځ ایران، ترکمنستان، او ازبکستان کې شاملې وې.

د خراسان ولایت هم کله لوی او کله کوچنی شوی دی. زیاتره د هرات، مرو او نیشاپور له سیمو متشکل وو. چې په ترتیب سره دغه سیمې اوس د افغانستان، ترکمنستان او ایران برخې دي. د عباسي خلافت پر مهال بلخ هم د خراسان ولایت برخه ګڼل شوې ده.

نتیجه:

خراسان هم د کلتوري او تمدني جغرافیې، هم د جغرافیوي لوري او هم سیاسي جغرافیې په نوم یاد شوي دي، خو تر ټولو مهم ښارونه یې په اوسني افغانستان کې دي. خراسان کله هم د کوم هیواد نوم نه، بلکې د بېلابېلو  پاچاهیو پر مهال کې د یو ولایت نوم یاد شوی دی. تر اسلام وروسته دسترو پاچاهیو مرکزونه هم چې په خراسان او خواوشاه نورو سیمو کې وو، زیاتره یې په اوسني افغانستان کې واقع دي. خراسان په بېلابېلو وختونو کې لوی شوی او کوچنی شوی دی، البته یو مهال د سیستان تر ولایت کوچنی ښودل شوی دی. د رسمي ولایت په توګه په خراسان کې هرات، مرو او نیشاپور شامل وو، چې په ترتیب سره دغه سیمې اوس د افغانستان، ترکمنستان او ایران برخې دي.

که د خراسان د هنر، ادب، علم او تمدن د ویاړ دعوه کېږي، د دغو درې هیوادونو او حتی تر هغو هم ورآخوا خلکو شریک ویاړونه دي، چې د افغانستان خلک پکې مرکزي ځای لري.

افغانستان

د افغانستان نوم هم د زیاترو نورو هیوادونو په شان له یوې جغرافیوي سیمې څخه د یوه هېواد سیاسي نوم ته، په تدریج ارتقايي تاریخي سیر کړی دی. دا نوم په تاریخي توګه په ځانګړو سیمو پورې اړوند و، چې وروسته د یوه مستقل هیواد ته تعمیم او وپیژندل شو. دلته د افغانستان نوم د ارتقا تاریخي سیر تشریح شوی دی:

۱. لومړني تاریخي شواهد:

په لرغونو اریایي وختونو کې، د اوسني افغانستان جغرافیه د مختلفو قومونو او تمدنونو ټاټوبی و، چې یو پدې قومونو کې پښتانه هم وو. له آمو، هندوکُش او کندهاره نېولې د سند تر سیمو مېشتو پښتنو د خپلې جغرافیې لپاره وخت په وخت د “افغانستان، روه او پکتیکا (پښتونخوا) نومونه کارولي دي. د افغان لومړني ذکرونه هم د لرغونو او منځنیو پېړیو په بهرنیو او عربي او فارسي سرچینو کې لیدل کېږي، چې پښتانه پکې د افغانستان د خاورې اوسیدونکي یا افغانان بلل شوي دي.

تر اسلام د مخه پښتانه د دې سیمې یو څرګند قام وو، د ساکا او ماد امپراطوریو سره تر اړیکو ورآخوا یې د واکمنیو زیاتې پخوانۍ ښکاره نښې کمې پاتې دي. د سند و هلمند تمدن په جوړېدو او پراختیا، د تخت رستم په کتیبه کې د پښتو یو شعر، د منډیګک په تاریخي اثارو، په اوستا کې تر ټولو زیاتو پښتو کلیمو موجودیت، د لرغونې اریانا په ویدي سرودونو، د هند نیمې وچې ته د دې ځای د اوسېدونکو په مهاجرت او له ځان سره د دغو سرودونو په انتقال (چې ورو ورو د هندي تمدن بنسټ شو)، له یوناني لښکرو سره د پښتنو د مقابلو، کوشانیانو، هفتالیانو او هونانو سره په ځینو برخو کې امتزاج او بیا د ګریکو ـ بودیک تمدن په ایجاد او پراختیا کې د دوی د برخې اخیستلو، نښې دا ښیي چې پښتانه د دې سیمې او تمدنونو برخه وو.

د هروډوت، سترابو، هیوتسنګ او نورو لیکوالو په اثارو، کشف شوو کتیبو او تاریخي اسنادو کې د پښتون او افغان سره د پکت، پکتین، پکتیوس، پکتیکا، پکتیا، پښتونخوا،  او له افغان سره د اسپه ګان، اپه ګان، اوګان، اوه ګانه، آپګان، کلیمو د شباهت او د دې قوم د لسو مهمو قبیلو د نومونو څرک؛ په پامیري او نورو ژبو کې د پښتو ژبې د ډېرو زیاتو کلیمو موجودیت، له اریایي دودونو او کلتور سره د پښتو شفاهي ادبیاتو عمیق او ښکلاییز پیوند او د دې سیمې د نورو ژبو او فرهنګونو سره یې مشترکات ټول د دې ثبوتونه دې چې پښتانه د زرونو کلونو راپدې خوا د افغانستان په اوسنۍ جغرافیه او د هند په شمال (یعنې له امو تر مارګلې غرونو او کشمیره) میشت وو او دي.

تر اسلام راوروسته پیر کې افغانان بیا هم د لیکوالو او تاریخ پوهانو هیر نه دي، او په لاندې منابعو کې افغان او پښتون او افغانستان یاد شوي دي:

د اسلامي دورې په لومړینو اثارو کې پښتانه، افغانان او افغانستان  په کافي اندازه یاد شوي دي.  له دې کال (۲۰۲۴ میلادي)، په ۱۰۷۴ کاله مخکې لیکل شوي کتاب حدودالعالم، په ۱۰۱۳ کاله مخکې لیکل شوي کتاب شاهنامه، په نږدې ۸۰۰ کاله مخکې لیکل شوي کتاب طبقات ناصري، په ۷۰۲ کاله مخکې لیکل شوي کتاب تاریخنامه هرات، په ۷۰۰ کاله مخکې لیکل شوي کتاب د ابن بطوطه سفرنامه، ۵۰۰ کاله مخکې لیکل شوي کتاب بابرنامه، ، تاریخ بیهقي (۹۹۷ کاله مخکې)، شهنامه (۱۰۵۷ کاله مخکې)، د معین الدین زمچی اسفزاری کتاب روضة الجنات فی اوصاف مدینة الهرات (۸۹۹ کاله مخکې)، تاریخ شیرشاهی عباس خان سروانی (۱۵۸۰ میلادی – ۴۴۴ کاله مخکې)، تاریخ جهان خانی (۵۲۳ )، او نورو ډېرو زیاتو کتابونو کې د پښتون، افغانستان او افغان نوم ته اشارې شوي دي او ترې ثبوتېږي چې پښتون د دې جغرافیې مطرح او فعال قوم وو او دی.

د هندي ګورکانیانو (چې په مغولو مشهور دي)، شیبانیانو او صفویانو په وخت کې، د افغانستان جغرافیه د دغو دریو بېلابېلو سلطنتونو او امپراتوریو ترمنځ وېشل شوې وه. په دې وخت کې د “افغان” نوم د پښتنو د قبیلو لپاره په محلي توګه کارېده. صفویانو د افغانستان لوېدیځې برخې، شیبانیانو شمالي برخې او مغولانو ختیځې سیمې کنټرولولې. په دې دوره کې، د افغانستان نوم د یوې محلي جغرافیې په توګه یادېده، نه د یو مستقل سیاسي واحد په توګه. صفویانو او هندي ګورګانیانو پښتانه د یوې یا دوه خانۍ او په دربارونو کې د عزت په ورکولو په یو ډول راضي ساتل. البته شدید جنګونه یې هم ورسره کړي دي.

۳. دهوتکیانو تر قیام او ابدالي امپراتورۍ وروسته:

تر اوږدې تجزبې او انحطاط وروسته میرویس نیکه بیا پخپله خاوره د خپل اختیار جنډه اوچته او مستقل افغاني دولت یې جوړ کړ، چې د زوی او وراره په مشرۍ یې افغانانو ډېر ژر د فارس او حتی ارمنستان او ادربایجان تر پولو ورسوه. خو د داخلي اختلاف او نوې واکمنۍ کمې تجربې له خوا او د فارس امپراطورۍ له پاتې شنو سره د روس او ترک امپراطوریو او بیا د نادرشاه افشار په راپیدا کېدو هغه واکمني کمزورې او له منځه لاړه. خو د افغانستان نوم د سیاسي او ملي هویت په توګه په ریښتیني توګه د احمد شاه ابدالي د امپراطورۍ پر مهال چې بنسټ یې  په ۱۷۴۷ میلادي  کې کیښودل شو، او ټولې هغه سیمې یې تر خپل کنټرول لاندې راوستې چې اوسنی افغانستان، تاریخي افغانستان او ځینې نورې ګاونډي سیمې پکې شاملې دي. په دې دوره کې، احمد شاه بابا او د هغه واکمنۍ ته د “افغانانو” د پاچا او واکمنۍ په توګه کتل کیدل، او افغانستان د لومړي ځل لپاره د یو متحد سیاسي جغرافیې په توګه راڅرګند شو. د تیمور شاه له زمانې راپدې خوا دقیق کتابونه او اثار موجود دي د یو هیواد په توګه د افغانستان نوم او موجودیت تاییدوي.

۴. معاصر افغانستان:

معاصر افغانستان د امیر عبدالرحمن له زمانې دې خوا ځکه حسابوو چې نوموړي پدې جغرافیه کې د لومړي ځل لپاره یو ملت ـ دولت جوړ کړ، چې مرکزي حاکمیت، دولت داري او په ټوله جغرافیه تسلط ټینګ کړ، ادارې یې جوړې کړې، اداري، نظامي، مالیاتي او نور سیستمونه یې جوړ کړل او ټول هیواد یې یوه مرکز ته تابع کړ. ځینې لیکوالان او مبصرین یا له ناپوهۍ او یا له بدنیتۍ ادعا کوي چې د افغانستان نوم تر امیر عبدالرحمن خان مخکې نه وو موجود. پر پورته ذکر شوو معلومات سربېره دې ښاغلو ته لاندې معلومات وړاندې کوو چې د یوه هیواد او سیاسي واکمنۍ په توګه د افغانستان د نوم لنډه کرونولوجي پکې د محترم ډاکتر نور احمد (خالدی) له خوا راټوله شوې ده:

  • په ۱۷۸۲ کال ( له نن یعنی ۲۰۲۴ میلادي کال څخه ۲۴۲ کاله مخکې)، د تیمورشاه د واکمنۍ پرمهال جورج فورستر له افغانستان څخه د تېریدو پر مهال د افغانستان د هیواد او ملت یادونه وکړه. (جورج فورستر – له بنګال څخه د شمالی هند، افغانستان، فارس او روسیې له لارې انګلستان ته سفر. لندن ایډیشن، ۱۷۸۹)
  • په ۱۷۸۹ کال کې حاجی ابراهیم د قاجار دولت لومړي وزیر په یوه رسمي لیک کې د افغانستان حکومت یادونه کړې ده. (صدیق فرهنګ، افغانستان په وروستیو پنځو پیړیو کې).
  • په ۱۷۸۹ کې، وفادار خان د شاه زمان لومړی وزیر، د فارس د قاجاري حکومت لومړي وزیر لیک ځواب ته په رسمی لیک کې د افغانستان نوم ذکر کړی دی(افغانستان په وروستیو پنځو پیړیو کې. میر محمد صدیق فرهنګ)
  • میرزا اسد الله خان غالب، یو نامتو هندی شاعر او د مغولي دربار تاریخپوه، چې د اتلسمې پیړۍ په وروستیو کې د احمد شاه بابا له مړینې نږدې ۲۵ کاله وروسته زیږیدلی و، په اردو ژبه کې پخپل یوه لیک کې (چې د غالب په خطوط” شهرت لري) ، د “خان” کلمه بیانوی او وایی: “خان” په عمومي ډول د افغانستان خلکو ته ویل کیږي.
  • په ۱۸۰۹ کې، الفنیسټون د افغانستان په نوم له یوه هیواده یادونه کوي. (Montsvahrt Alfenstone، د کابل سلطنت او او په فارس، کشمیر او تاتار کې د هغه د توابعو راپور، د لندن ۱۸۴۲ کې کال چاپ).
  • په ۱۸۳۷ کال کې قاجار شاه د هرات د محاصرې تر ماتې وروسته يخپل منشور کې د افغانستان نوم اخستی دی. (محمود محمود، په نولسمه پیړۍ کې له ایران سره د بریتانیا د اړیکو تاریخ).
  • په ۱۸۳۸ کال کې د بریټانیوی هند وایسیرې د افغانستان او انګلیس د لومړۍ جګړې تر پیل مخکې د افغانستان د حکومت او دولت یادونه وکړه (صدیق فرهنګ، نوموړی کتاب. د افغانستان قلمرو د فورستر د کتاب له مخې له کشمیر څخه تر مشهد پورې یاده شور ده، چې د جمعې خطبه پکې د تیمور شاه په نوم ویل کیږی. نومووړی د ۷۴ مخ په یوه پراګراف کې په یوه فقره کې د هېواد د څلورو برخو په اړه لیکی: افغانان د هغه ځمکې اصلی اوسېدونکی دی چې د تاتار له غرونو څخه د کامبي خلیج او فارس او د سند له سیند څخه تر فارس پورې غزیدلی دی.
  • په ۱۸۸۰ کال کې له انګلیسانو سره د قاجار حکومت سره په تړون کې د افغانستان د دولت نوم اخلي. (محمود محمود، په نولسمه پیړۍ کې له ایران سره د بریتانیا د اړیکو تاریخ).

په ۲۰مه پېړۍ کې، په ځانګړي ډول د امان الله خان د واکمنۍ په وخت کې، افغانستان د خپلواکۍ اعلان وکړ او په ۱۹۱۹ کال کې یې د انګلستان له استعمار څخه خپلواکي ترلاسه کړه. له دې سره، د افغانستان نوم په بشپړ ډول د یو خپلواک ملت په توګه وپېژندل شو، او د دې هېواد سیاسي او ملي هویت یې لا پیاوړی کړ.

د پښتون ، افغان او افغانستان د بحث لنډیز:

پښتون او افغان نومونه له لرغونې اریانا او بیا اسلامي دورې تر ننه پورې موجو وو او دی چې د سیمې د مهمو او سترو قومونو څخه د یوه قوم غړو ته ویل کیږي. د دې سیمې د نورو تکړه قومونو په شان پښتنو هم وخت پر وخت د حکومتونو مشري کړې ده او یا یې د نورو ورونو د حکومتونو په مشرۍ، پراختیا او تحکیم کې برخه لرلې ده. البته تر اسلام راوروسته پر هوتکي او دراني واکمنیو سربېره د غوریانو، کابل شاهانو، لویکانو، شیرانو، یوسفزیانو او نورو لویې او وړې واکمنۍ هم پدې خاوره کې د پښتنو په مشرۍ جوړې شوې دي. پر دې سربېره د هندوستان پر خاوره د پښتنو لودیانو، غلجیانو، سوریانو، نیازیانو او کرلاڼیانو واکمنۍ هم د پښتنو د مشرتابه د واکمنیو بیلګې دي، او د امریکایي لیکوال آرنولډ فلیچر وینا ترې ثبوتیږي چې ویلي یې دي، پښتنو د خپل نفوس په تناسب نړۍ او سیمې ته زیات مشران وړاندې کړي دي. په اذربایجان کې د ازاد خان سلیمانخیل له خوا د حکومت جوړول او د پیر روښان، خوشال خان، دریا خان، ایمل خان، ایپي فقیر، ملا پوونده او باچاخان نهضتونه هم د دې ملت د ازادۍ غوښتنې او مشرتابه د استعداد نښې دي.

خو د میرویس او احمدشاه بابا رادې خوا د افغانستان نوم له یوه سیمه‌ایز او قومي نوم څخه په دوامدار ډول د یو دولت او سیاسي جغرافیې په توګه پېژندل کېږي. په ۱۹مه او ۲۰مه پېړۍ کې، افغانستان د یوه خپلواک او رسمي دولت په توګه په نړیواله کچه وپېژندل شو، چې دې پروسې د افغانستان سیاسي نوم ته بشپړ رسميت ورکړ.

البته افغانستان د یوه قام (پښتنو) وطن نه دی، بلکې د هیواد د ټولو اوسیدونکو شریک کور دی، چې هر غړی یې د مالکیت مساوي برخه، د مشرۍ مساوي حق او هیواد ته د خدمت مساوي مکلفیت لري.

یاددښت: د پښتون او افغانستان په باب تشریح په دوه دلیلونو یو څه زیاته شوې ده:

لومړی. ځینې مغرض یا ناخبره اشخاص او ډلې پدې باب منفي او ذهرجن تبلغات کوي.

دوهم. دا دوره اوس عملاً زموږ په هیواد کې دوام لري او پر ټولنه او خلکو زیات اغیز لري. 

د دولتونو په جوړولو کې د افغانستان او سیمې د نورو قومونو برخه:

د افغانستان ټول شریف قومونه د تمدن، دولت او حکومت په جوړولو کې برخه لري. ترک تباران د سیمې د تر ټولو سترو امپراطوريو (غزنوي، سلجوقي، خوارزم شاهي، صفوي، ګرکاني، شیباني، تیموري، صفوي، افشاري او په ترکیه کې عثماني او په منځنۍ اسیا کې د نورو محلي دولتونو) مشران وو. تاجکان هم د سامانیانو، آل کرت او نورو حکومتونو مشران پاتې شوي دي. نور قومونه هم د هیواد د اوسیدونکو په توګه په ټولو هڅو، بریاوو او ماتو کې شریک دي.

د سیمې پایتختونه:

لکه مخکې چې وویل شول، زموږ په لویه خغرافیه کې بیلابیل حکومتونه، پآچهۍ او امپراطورۍ جوړې شوې دي چې پایتختونه یې په بیلابیلو سیمو کې وو. زموږ د تاریخي سیمې مرکزونه په لاندې سیمو کې وو:

بلخ، هرات، بکتریا (باختر)، ټکسلا، پېښور، زرنج، غزني، فیروزکوه، ګندهارا، باګرام، کندهار، کابل (چې په اوسني افغانستان کې واقع دي).

همدان. نیشاپور، پرسپولیس، شوش،کتیسفون، رې، تبریز، قزوین (په اوسني ایران کې)

بخارا، سمرقند، مرو،ګورګانج (ارګنج)، سمرقند (په اوسنۍ منځنۍ اسیا کې)

اوسنی افغانستان او د ملت ـ دولت مفهوم:

د ملت-دولت مفهوم او د هیوادونو د نومونو او سرحدونو د مشخص کولو تاریخ په ځانګړې توګه د نړيوالو حقوقو، سیاسي جوړښتونو او تاریخي تړونونو په برخه کې مهم پرمختګونه شوي دي.

ملت دولت: داسې سیاسي تشکیل دی چې د یو ملت (یعنې د خلکو د یوې ډلې چې د ګډو کلتوري، او تاریخي ځانګړتیاو لرونکي وي) له خوا په یوه معینه جغرافیه کې جوړیږي، او د دغه دولت د ادارې، قوانینو او واک لاندې ژوند کوي. د ملت – دولت مفهوم د نړیوال سیاست او جغرافیې د جوړښت یوه اساسي برخه ده، چې د مدرنې دورې په جریان کې یې ډېر اهمیت ترلاسه کړی دی.

د ملت ـ دولت تر مفهوم مخکې اصل زور او جنګ وو او هرې امپراطوري هغه سیمې نیولې چې وس یې پرې رسېده. دغه روال نړۍ د همیشنیو جګړو او ورانیو سره مخ کړې وه. د وستفالي تړون له مخې اروپایان پدې وتوانیدل چې د هیوادونو د نومونو او سرحدونو د مشخص کولو په باب توافق ته ورسیږي او د هر هیواد سرحدونه او داخلي ازادي محترمه وګڼل شي. دا پرمختګ نورو سیمو هم ومانه او د ملګرو ملتونو تر جوړېدو وروسته د هیوادونو موجودیت او خودارادیت د یو نړیوال اصل په توګه ومنل شو.

نتیجه:

افغانستان هم د نورو جغرافیوي سیمو په شان د جغرافیوي سیمې، کلتوري سیمې او سیاسي سیمې په توګه په تاریخ کې راغلی دی.

د اریايي، لومړني اسلامي او معاصر وخت زیات شمېر با اعتباره منابع په عام ډول د دې نوم ذکر کوي.

د هیواد د نوم په توګه یې ورو ورو ارتقا کړې ده او له اټک تر کندهاره، یا له کندهاره تر سنده، او په پآی کې له آمو او هندوکش تر مارګلې سیمو ته ویل شوی دی. وروسته ورو ورو د احمدشاهي امپراطورۍ او بیا د اوسني افغانستان د ټولې جغرافیې نوم شوی دی.

دا څرګنده ده چې افغانستان په دې سیمه کې تر اسلام مخکې او وروسته ټولو هغو سلطنتونو، امپراطوریو او تمدنونو وارث دی، چې مرکزونه یې په دې جغرافیه کې وو، او د نورو سیمو په سرنوشت کې یو شریک دی، چې مرکزونه یې د دې سترې سیمې په نورو برخو کې خپاره وو او زموږ خاوره یا یې یوه برخه پکې شامله وه.

اوس افغانان حق لري چې د خراسان او اریانا د ویاړونو وارث اوسي.  د علم، فرهنګ او ادب په برخه دا وراثت د ټولې سیمې او ټول بشریت سره شریک دی، د سیاسي او حکومتي برخو هغه افتخارات زموږ او سیمه ایزو قومونو شریک دي، چې تر یو حکومت لاندې مو پکې ژوند کړی. البته هغه میراثونه مو ځانګړي دي چې یوازې زموږ د جغرافیې او دولت مربوط وو.

اوس ملتونه د معینو جغرافیوي سیمو په منځ کې د ملت ـ دولتونو تر حاکمیت او اساسي قوانینو لاندې ګډ ژوند کوي چې په کرامت، شخصیت ، حقوقو او وجایبو کې مساوي دي.

تر ټولو لوړ ټولنیز یا سیاسي مقام ته رسیدل باید زموږ د هیواد هر فرد ته مساعد وي چې د معیارونو له مخې یې تر لاسه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب