دوشنبه, اپریل 21, 2025
Homeخبرونهایران کې دوه افغانان په دار ځړول شوي

ایران کې دوه افغانان په دار ځړول شوي

تاند ( شنبه د میزان ۱۴مه) ایران دوه افغانان د کرج په قزل حصار زندان کې په دار ځړولي دي.

د یاد هېواد د بشري حقونو سازمان وايي، د دوو افغان وګړو په ګډون شاوخوا ۸ بندیان د ایران د کرج په قزل حصار زندان کې اعدام شوي دي.

دغه غیر دولتي سازمان اوسمهال په ناروې کې دېره دی.

دوی په یوه راپور کې زیاته کړې، چې دغه کسان د میزان په ۱۱مه د تېرې چهارشنبې په ورځ د محاربې او عمدي قتل په تورونو اعدام شوي دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان ازادي راډیو ته ویلي وو، د روان میلادي کال په نهو میاشتو کې شاوخوا ۳۳ افغانان په ایران کې اعدام شوي.

د سرچینې پر اساس دا د تېرو څو کلونو پرتله څو برابره زیاتوالی ښيي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

سلمان خان یوځل بیا په مرګ ګواښل شوی؛ ورته ویل شوي،موټر دې په بم الوزوو

تاند【دوشنبه د حمل ـ وري ۲۵مه】‏د هندي سینما یا بالیووډ مشهور لوبغاړی سلمان خان یو ځل بیا په مرګ ګواښل شوی دی. رسنۍ وایي، نوموړي...