جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهپه شمالي وزیرستان کې د یوه افسر په شمول ۲۷ پاکستاني پوځیانو...

په شمالي وزیرستان کې د یوه افسر په شمول ۲۷ پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله واوښته

تاند (شنبه، د میزان ۱۴ مه) د پاکستان پوځ نن (شنبې) په یوه خبرپاڼه کې وویل، په شمالي وزیرستان کې له وسله والو مخالفانو سره په نښته کې د یو جګپوپوړی افسر په ګډون شپږ پاکستاني عسکر وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.

د پوځ په وینا، په وژل شویو کې د پوځ یو صاحب منصب محمد علي شوکت هم شامل دی.

که څه هم په خبرپاڼه کې د برید کوونکو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي، خو پاکستاني پوځیانو ته عموماٍ د هیواد په ناامنه سیمو، په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا کې د ټي ټي پي له وسله والو سره په جګړو کې مرګ ژوبلې اوړي.

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په خیبر پښتونخوا او د بلوچستان په ګڼو سیمو کې د حکومت ضد تر ټولو فعاله وسله واله ډله ده.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان مشران په افغانستان کې د بریدونو پلانونه جوړوي. دا هغه ادعا ده چې طالبانو تل رد کړې ده.

تر دې مخکې د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې راپور ورکړی و چې یوازې سږ کال په خیبر پښتونخوا ایالت کې په تروریستي بریدونو کې ۳۳۷ عسکر او ملکي وګړي وژل شوي دي. د ورځپاڼې پر اساس په دې موده کې په خیبر پښتونخوا کې ۶۱۶ نور کسان ټپیان شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب