شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهروسیه وايي، د بریکس سرمشریزې ته د طالبانو بلنه د غړیو هیوادونو...

روسیه وايي، د بریکس سرمشریزې ته د طالبانو بلنه د غړیو هیوادونو له پرېکړې سره تړلې

تاند (شنبه، د میزان ۱۴ مه) د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د مسکو له ناستې وروسته وویل چې په کازان کې د بریکس سرمشریزې ته د طالبانو د استازو بلنه د دې ډلې د ټولو غړو په نظر پورې اړه لري.

هغه زیاته کړه: «د بریکس سرمشریزې ته د بلنې پرېکړه به د ټولو د اجماع پر اساس وشي. لږ وخت پاته دی او دا د دې مسلې په اړه د بریکس د نورو غړو په غبرګون پورې اړه لري. روسیه نه شي کولی د خپلو شریکانو له اجازې پرته په یو اړخیز ډول نورو حکومتونو ته بلنه ورکړي.»

تر دې مخکې د روسیې د فدرالي امنیتي ادارې مشر الکساندر بورتنیکوف ویلي و چې په روسیه کې د منع شویو سازمانونو له لیست څخه د طالبانو د ایستلو کار په وروستي پړاو کې دی.

روسیه د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې راهیسې د بریکس سازمان نوبتي مشري کوي. پر بریکس د روسیې ریاست به د کال تر پای پورې دوام وکړي. د روسیې د ریاست په موده کې به ترټولو مهمه پیښه د اکتوبر په ۲۲-۲۴ په کازان کې د بریکس سرمشریزه وي.

په وروستیو کې، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د روسیې د ولسمشر سلاکار یوري اوشاکوف ته په یوه لیک کې، د بریکس په راتلونکې غونډه کې د ګډون لپاره د کابل لیوالتیا اعلان کړه.

په لیک کې راغلي: «موږ لیوالتیا لرو چې د بریکس په غونډه کې د ريیس الوزرا د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په ګډون زموږ د جګپوړی پلاوی ګډون وکړي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب