شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغانستان په شمول په ترکیه کې د لاجورد لارې په اړه...

د افغانستان په شمول په ترکیه کې د لاجورد لارې په اړه د ۵ هیوادونو د وزیرانو غونډه

تاند (شنبه، د میزان ۱۴ مه) ذ ترکیې رسنیو نن راپور ورکړ چې د ترکیې، افغانستان، ګورجستان، اذربایجان او ترکمنستان د ترانسپورت وزیرانو په استانبول کې غونډه وکړه.

په غونډه کې د لاجورد دهلیز د اغیزمنې کارونې د اهمیت، په دې دهلیز کې د اسانتیاوو پر چمتو کولو، او د هغې د جوړولو لپاره په فرعي پانګونې باندې بحث وشو.

د ترکیې د ترانسپورت وزیر په غونډه کې وویل چې لارجورد دهلیز د جنوبي قفقاز، منځنۍ اسیا او اروپا له لارې د سیمه ییزې سوداګرۍ د زیاتېدو لپاره یوه مهمه ترانسپورتي لاره ده.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالظهور مدبر وايي: «د لاجورد لاره یوه نړیواله ترانزیتي لاره ده چې افغانستان د ترکمنستان، ګورجستان او اذربایجان له لارې له ترکیې سره نښلوي او په پای کې له اروپایي هیوادونو سره وصل کیدی شي.»

ده زیاته کړه: «هرڅومره چې دا سیمه ییزه اړیکه پراخه وي، هغومره به د ټرانزیت شریانونه او د سوداګرۍ د پراختیا هیلې زیاتې وي، او دا به ټولو شاملو هیوادونو ته ګټه ورسوي.»

له همدې کبله د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي چې ښکیل هیوادونه باید د دې لارې د پانګونې او کارولو لپاره څو اړخیزې موافقې لاسلیک کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه بورډ غړي خانجان الکوزي وویل: «دا سیمه او دا درې یا څلور هیوادونه باید د لاجورد سړک جوړولو ته ژمن او متحد شي. د لاجورد لارې احیا په عمل، پیسو او پانګونې عملي کېږي. موږ باید داسې یو سیستم جوړ کړو چې له افغانستان څخه یو موټر بې له کوم محدودیت او ستونزې په مستفیم ډول ترکیې ته ورسیږي.»

د لاجوردو لارې د سوداګرۍ او ټرانزیټ تړون په ۱۳۹۶ لمریز کال د افغانستان، ترکمنستان، اذربایجان، ترکیې او ګورجستان د استازو تر منځ لاسلیک شو او له دې هوکړې یو کال وروسته، د وچو میوو او پنبې په ګډون د افغانستان د ۱۸۰ ټنو صادراتو لومړی پېټی له هرات څخه بار شو او د دې سوداګریز دهلیز له لارې ترکیې ته واستول شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب