شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهروسیې ایران ته د اټومي تاسیساتو ساتنې لپاره (اس ۴۰۰) هوایي دفاعي...

روسیې ایران ته د اټومي تاسیساتو ساتنې لپاره (اس ۴۰۰) هوایي دفاعي سیسټم استولی

تاند ( شنبه د میزان ۱۴مه) پوليټیکل سکای او دفاع عربي رسنیو په یوه راپور ویلي، چې روسیې دغه سیسټم د روان ۲۰۲۴ کال د اګسټ په ۸مه نېټه ایران ته ورکړی دی.

د روسیې له لوري ایران ته د اس ۴۰۰ هوایي دفاعي سیسټم د ورکړي راپورونه داسې مهال خپرېږي، چې تېره اونۍ ایران د حزب الله ډلې مشر حسن نصر الله د ترور په غبرګون، پر اسرائیلو توغندیز بریدونه وکړل.

د راپورونه له مخې په دې بریدونو کې د اسرائیلو درې پوځي اډې ویجاړې شوې دي.

تر دې بریدونو وروسته اسرائیلو پر ایران د ځوابي برید ګواښ وکړ خو لامعلومه نه ده چې د دوی غبرګون به څنګه وي.

د امریکا د متحده‌ایالتونو ولسمشر جوبایډن وایي، تر اوسه په‌ دې اړه پرېکړه نه‌ ده شوې چې اسراییل ایران ته څه ډول ځواب ورکړي، خو هغه سپارښتنه کوي چې اسراییل دې د ایران د تېلو پر تاسیساتو برید نه‌کوي.

بایډن دغه څرګندونې پرون جمعه په سپینه ماڼۍ کې د خبري غونډو په تالار کې چې هغه ډېر نه راڅرګندیږي، خبریالانو ته یوه ورځ وروسته له هغې وکړې چې ویلي یې وو، پر دغسې بریدونو خبرې روانې دي.

بایډن زیاته کړه چې اسراییل پر دې هېواد د ایران د تېرې سه‌شنبې د ورځې د توغندوییز پراخ برید په وړاندې د غچ اخیستونکي اقدام په اړه کومې نتیجې ته نه‌دی رسېدلی، چې د دې هېواد په وړاندې څه ډول او څرنګه اقدام ترسره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب