Homeخبرونهد حیرتان ـ مزارشریف ریللارې د بیارغونې پروژې قرارداد منظور شو

د حیرتان ـ مزارشریف ریللارې د بیارغونې پروژې قرارداد منظور شو

تاند (شنبه د میزان ۱۴مه) د طالبانو د حکومت ‏د تدارکاتو په ملي کمېسیون کې د حيرتان- مزارشريف د رېللارې د بیارغونې او غير رېلي تاسیساتو پروژو قراردادونه منظور شول.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ویلي، د دې پروژو د منظورۍ تر څنګ د ۱۱ نورو پروژو قراردادونه منظور او د ۱۵ نورو پروژو قراردادونه تعدیل شوي دي.

د طالبانو اقتصادي معاونیت د دغو پروژو ټول لګښت لس ميليارده افغانۍ اټکل کړى.

په دغو پروژو کې د کندهار، زابل او نیمروز پوهنتونونو د لیلیې د پاتې کارونو بشپړول، د کندهار د نړېوال هوايي ډګر بیارغونه، فاریاب ولایت کې د ۲۵ کیلومتره سړک اساسي جوړول او یو شمېر نورې پروژې شامل دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...