یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Homeخبرونهد کونړ په نرنګ ولسوالي کې خلکو ته د سرومال تاوانونه اړولي

د کونړ په نرنګ ولسوالي کې خلکو ته د سرومال تاوانونه اړولي

تاند (یکشنبه، د میزان ۱۵ مه) د کونړ ولایت په نرنګ ولسوالي کې د شدید باران او سیل له کبله لږترلږه یو تن مړ شوی او ۹ نور ژوبل شوي دي.

ځايي اوسیدونکو د شنبې په ماښام تاند ته وویل چې شاوخوا ۵۰ کورونه سیل ویجاړ کړي او همداراز د ګڼو کورونو د غلې په شمول خوراکي مواد او وسایل اوبو وړي یا لاندې کړي دي.

دوی له چارواکو د عاجلو مرستو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې په خورا بد حالت کې دي.

 (له مټک)، شړلو، کوډلو او څو نور کلي هم سیلونو ځپلي دي. په یادو درو کلیو کې ۸ تنه ټپیان شوي او اوسیدونکي یې وايي چې سلګونه جریبه کرنیزه مځکه یې ویجاړه شوې ده.

په کونړ کې طالب چارواکي هم تاییدوي چې ۴ سوه جریبه کرنیزه مځکه خرابه شوې او ۸۵ کورونه ویجاړ شوي دي.

د هوا پېژندنې ادارې وړمه ورځ د کابل او هلمند د سیندیزو حوزو په شاوخوا کې او په مجموع کې په ۱۵ ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو او سیلونو اټکل کړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب