شنبه, اپریل 19, 2025
Homeخبرونهد اسراییل پوځ پر ایران د ستر برید لپاره تیاري نیسي

د اسراییل پوځ پر ایران د ستر برید لپاره تیاري نیسي

تاند (یکشنبه، د میزان ۱۵ مه) د اسراییل د پوځ ویاند وایي چې پر دغه هېواد د ایران د توغندويي برید په ځواب کې به پر ایران “په مناسب وخت” کې غچ اخیستونکی برید وکړي.

ډانیل هګاري د شنبې په ماښام وویل چې د ایران د برید ځواب به «په داسې طریقه، وخت او ځای کې وي چې موږ به په خپله پریکړه وکړو، او دا به د هیواد د سیاسی مشرتابه د امر پر اساس وي.»

هغه دا هم وویل چې د اسراییل دوه پوځی اډې، نواتیم او تل نوف، د ایران د تېرې اوونۍ د ایران د توغندیو په برید کې په نښه شوې، خو دا اډې په بشپړه توګه فعالې دي او په دغو اډو کې هیڅ الوتکه زیانمنه شوې نه ده.

د نواتیم هوایي اډې د سپوږمکي له تصویرونو څخه، چې په اسراییل د ایران د توغندیو له برید دوې ورځې وروسته خپاره شوي، داسې بریښي چې د اډې د هنګر په بام کې لوی سوری ښکاري.

د عکسونو له خپرېدو یوه ورځ مخکې، د اسراییل د دفاع وزارت یوه ویاند وویل چې زیان په عمده توګه د اسراییل د توغندي شنډوونکي توغندي د ټوټو له کبله اوښتی دی.

ایران په خپل برید کې شاوخوا ۲۰۰ بالستیک توغندي کارولي چې د اسراییل په ادعا د اکثرو مخه نیول شوې او په هوا کې ویجاړ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د نوبل د ادبي جایزې ګټونکی پیرويي لیکوال ماریو بارګاس یوسا ومړ

تاند (دوشنبه، د وري/ حمل ۲۵ مه) د نوبل ادبیاتو جایزې ګټونکی لیکوال او د پیرو سیاستوال، ماریو بارګاس یوسا، د یکشنبې په ورځ،...