Homeخبرونهد ایران د سُنیانو یو مشر: له هیڅ هیواد سره د ایران...

د ایران د سُنیانو یو مشر: له هیڅ هیواد سره د ایران د مذهبي او قومي اقلیتونو حقونه نه شي پرتله کېدای

تاند(پنجشنبه، د اسد ۷) د ایران د اسلامي جمهوري نظام یو پلوی سُني دیني عالم مولوي عبدالحمید وايي، د ایران د مذهبي او قومي اقلیتونو حقونه له ګاونډیو هیوادونو سره نه شي پرتله کېدای.

ده پرون/ چهارشنبه د خوزستان د عرب مېشت ولایت د خلکو اعتراضونو ته په اشارې وویل «د خوزستان خلک د ناوړه مدیریت، بېوزلۍ او محرومیتونو له کبله مجبوره شوي چې واټونو ته راووځي. طبیعي ده چې دا ډول مسلې عُقدې او خوابدي رامنخته کوي. دا اعتراضونه یوازې د اوبو د کموالي له کبله نه دي، ‌ډېرې خبرې پکې شاملې دي.»

ده زیاته کړه «زموږ عرب هیوادوال خپل حالت د کویت او د خلیج د نورو هیوادونو له وضعیت سره پرتله کوي؛ هغوی چې په سوکالۍ او مزو کې ویني او خپله بېوزلي او سختي ورسره پرتله کوي او پر دې سربېره ویني چې د هیواد په برخلیک کې هیڅ رول نه لري او له فشار او تبعیض سره مخامخ دي، طبعاً چې اعتراض به کوي.»

ده دا هم وویل چې د ایران عرب مېشتې سیمې تر ټولو زیات تېل او نورې طبیعي زېرمې لري خو د ایران د نورو برخو په برتله وروسته پاتې او بېوزلي دي.

مولوي عبدالحمید، چې یو له هغو سنُي دیني عالمانو څخه دی چې د نظام د ملاتړ په خاطر دا ډول څرګندونې کولی شي، د ایران د ګاونډیو هیوادونو او د خلیج د هیوادونو د قومونو وضعیت تر ایران په ځلونو ښه وباله.

ده وویل «په ترکیه او عراق کې د کوردانو وضعیت او شرایط په ځلونو د ایران تر کوردانو ښه دي؛ په ترکیه کې کوردان څو وزیران او جګپوړي چارواکي لري او د دغه هیواد په پارلمان کې کوردان نژدې ۷۰ استازي لري. په عراق کې کوردستان کورواکه سیمه ده او پر دې سربېره د عراق ولسمشر کورد دی. خو په ایران کې له کوردانو سره تبعیض کېږي او سخت چلند ورسره کېږي.»

د ده په وینا د خلیج په هیوادونو کې ګڼ شمېر ایراني بلوڅان وزارتونو او سفارتونو ته رسېدلي دي او په پوځونو کې یې د لوی درستیز تر کچې لوړې رتبې لري خو په خپل ولایت کې د یوې ولسوالۍ یو کوچنی مدیریت نه ورکول کېږي ځکه چې څوک پرې اعتماد نه لري.»

د ایران د اسلامي جمهوري نظام د اساسي قانون پر اساس، له شیعه پرته د بل مذهب خاوند ولسمشر کېدای نه شي خو د وزارتونو او نورو لوړو چوکیو په اړه د ایران په قانون کې څه نه دي ویل شوي. خو عملاً د اسلامي جمهوري نظام په کابو ۴۰ کلنه دوره کې نه کوم سُني وزارت یا معینیت یا ولایت ته رسېدلی.

د ایران د سُنیانو دغه مولوي همداراز د خپل هیواد د بلوچستان د کمزوره کولو او په څو برخو وېشلو په اړه اندېښنه ښکاره کړه، ویې ویل چې حکومت غواړي چې د مکران سواحلو په نوم د سیستان او بلوچستان ایالت ځینې برخې جلا کړي او له نورو سیمو خلک ورته راولي چې نه یوازې د بلوچستان نوم له منځه یوسي بلکې هغوی په افلیت واړوي.

تر دې وړاندې د ایران شاهي رژیم هم د بلوچستان د هویت د کمزوره کولو لپاره د دوی د ولایت نوم په سیستان او بلوچستان اړولی و. د شاه رژیم د بلوچستان په یو شمېر سیمو کې فارسان ځای پر ځای کړل چې اوس د هغو مهم مرکز د افغانستان د نیمروز په پوله کې د زابل ولسوالي ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...