یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Home+نېکزس | یووال نوح هراري

نېکزس | یووال نوح هراري

(د معلوماتي شبکو لنډ تاریخ د ډبرو له زمانې څخه تر مصنوعي ځیرکتیا پورې)

لیکوال: یووال نوح “هراري”

ژباړن: دانیال “مده‌خېل”

د پیل خبرې (ادامه)

د معلوماتو ساده لیدلوری

د وهمي شبکو د قوت درک کول ستونزمن دي ځکه چې د لویو معلوماتي شبکو د کارکولو په اړه یو پراخ ناسم پوهاوی شتون لري چې آیا دا وهمي وي او که نه. دا ناسم پوهاوی په هغه څه کې نغښتی دی چې زه یې “د معلوماتو ساده لیدلوری” بولم. په داسې حال کې چې د فېتون افسانه او “د جادوګر شاګرد” په څېر کیسې د انفرادي انساني ارواپوهنې په اړه یو ډېر بدبینانه لیدلوری وړاندې کوي، د معلوماتو ساده لیدلوری د لویو انساني شبکو په اړه یو ډېر خوشبینانه لیدلوری خپروي.

ساده لیدلوری استدلال کوي چې لویې شبکې د افرادو په پرتله د ډېرو معلوماتو په راټولولو او پروسس کولو سره د طب، فزیک، اقتصاد او نورو ګڼو برخو په اړه غوره پوهه ترلاسه کوي، کوم چې شبکه نه یوازې پیاوړې کوي بلکې هوښیاروي یې هم. د بېلګې په توګه، د پتوجنونو په اړه د معلوماتو په راټولولو سره، د درملو شرکتونه او روغتیایي خدمتونه کولی شي د ډېرو ناروغیو اصلي لاملونه وټاکي، کوم چې دوی ته د لا اغېزناکو درملو جوړولو او د هغوی د کارولو په اړه د ځیرکو پرېکړو کولو وړتیا ورکوي. دا لیدلوری وایي چې کافي اندازه معلومات موږ حقیقت ته رسوي، او حقیقت په خپل وار سره هم قدرت او هم پوهې ته لاره هواروي. په مقابل کې یې، ناپوهي هېڅ ځای ته نه رسېږي. که څه هم وهمي یا غولوونکې شبکې ممکن کله ناکله د تاریخي بحران په شېبو کې راڅرګندې شي، خو په اوږدمهال کې به دوی له نورو روڼ اندو او صادقو سیالانو څخه وروسته پاتې شي. یو روغتیایي سرویس چې د پتوجنونو په اړه معلومات له پامه غورځوي، یا یو لوی درمل جوړوونکی شرکت چې په قصدي توګه ناسم معلومات خپروي، په پای کې به له هغو سیالانو څخه وروسته پاتې شي چې د معلوماتو څخه په هوښیارۍ سره ګټه اخلي. نو د معلوماتو ساده لیدلوری ښیي چې وهمي شبکې باید بې‌لارې وي او په هغو لویو شبکو معمولاً اعتبار کیږي چې قدرت په ځیرک ډول کاروي.

البته، ساده لیدلوری دا مني چې د معلوماتو څخه تر حقیقت پورې په لاره کې ډېر څه غلط کېدای شي. موږ ممکن د معلوماتو په راټولولو او پروسس کولو کې صادقانه تېروتنې وکړو. د حرص یا کرکې له امله هڅول شوي بدنیته فعالان ممکن مهم حقایق پټ کړي یا زموږ د غولولو هڅه وکړي. په پایله کې، معلومات کله ناکله د حقیقت پر ځای تېروتنې ته لاره هواروي. د بېلګې په توګه، ناقص معلومات، ناسم تحلیل، یا د ناسمو معلوماتو کمپاین ممکن حتی متخصصین د یوې ځانګړې ناروغۍ د اصلي لامل له ناسمې پېژندنې سره مخ کړي.

په هر حال، ساده لیدلوری داسې ګڼي چې د معلوماتو په راټولولو او پروسس کولو کې د ډېری ستونزو حل د نورو معلوماتو راټولول او پروسس کول دي. که څه هم موږ هېڅکله هم له تېروتنې څخه په بشپړه توګه خوندي نه یو، خو په ډېری مواردو کې نور معلومات د لوړ دقت مانا لري. یو ډاکټر چې غواړي یوازې د یو ناروغ په معاینه کولو سره د یوې وبا لامل وپېژني، د هغو زرګونو ډاکټرانو په پرتله د بریالیتوب لږ احتمال لري چې د میلیونونو ناروغانو په اړه معلومات راټولوي او که خپله ډاکټران د حقیقت د پټولو لپاره دسیسه جوړه کړي، نو طبي معلومات عامو خلکو او څېړونکو ژورنالیستانو ته په ډېره ازاده توګه په لاس ورکول به په پای کې دا چل رسوا کړي. د دې لیدلوري له مخې، هرڅومره چې د معلوماتو شبکه لویه وي، هغومره به حقیقت ته نږدې وي.

په طبیعي توګه، که موږ معلومات په سمه توګه وڅېړو او مهم حقایق کشف کړو، دا تضمین نه کوي چې موږ به له پایلې څخه په هوښیارۍ سره ګټه واخلو. پوهه معمولاً د “سمو پرېکړو کولو” په معنی پوهېدل دي، خو د “سم” معنی د بېلابېلو خلکو، کلتورونو او نظریاتو ترمنځ د ارزښت قضاوتونو پورې اړه لري چې توپیر لري. هغه ساینس‌پوهان چې یو نوی پتوجن کشفوي ممکن د خلکو د ساتنې لپاره واکسین جوړ کړي. خو که ساینس پوهان یا د دوی سیاسي باداران په یوه نژادپاله نظریه باور ولري چې د ځینو نژادونو د ټیټوالي او له منځه وړلو پلوي کوي نو نوې طبي پوهه ممکن د یو بیولوژیکي وسلې د جوړولو لپاره وکارول شي چې میلیونونه خلک ووژني.

په دې حالت کې هم، د معلوماتو ساده لیدلوری دا ګڼي چې اضافي معلومات لږترلږه یوه برخه درملنه وړاندې کوي. ساده لیدلوری فکر کوي چې د ارزښتونو په اړه اختلافات د نږدې کتنې یا د معلوماتو د کمښت یا د قصدي ناسمو معلوماتو له امله دی. د دې لیدلوري له مخې، نژادپال هغه ناپوهه خلک دي چې د بیولوژۍ او تاریخ حقایق نه پېژني. دوی فکر کوي چې “نژاد” یوه معتبره بیولوژیکي کټګوري ده او دوی د جعلي توطیه تیوریو له لارې ماغزه مینځل شوي دي. نو د نژادپالنې درملنه دا ده چې خلکو ته نور بیولوژیکي او تاریخي حقایق ورکړل شي. دا ممکن وخت ونیسي، خو د معلوماتو په ازاد بازار کې به ژر یا ناوخت حقیقت بریالی شي.

ساده لیدلوری، البته له هغه څه څخه چې په څو پراګرافونو کې تشرېح کېدای شي ډېر نازک او د پام دی خو د دې اصلي بنسټ دا دی چې معلومات په اساسي توګه یو ښه شی دی او هرڅومره چې یې موږ ډېر ولرو، نو هغومره به ښه وي. که کافي معلومات او کافي وخت ولرو، نو موږ به د ویروسي انتاناتو څخه نیولې تر نژادي تعصباتو پورې د شیانو په اړه د حقیقت موندلو ته اړ وو، په دې توګه نه یوازې زموږ قدرت بلکه د دې قدرت د ښه کارولو لپاره اړینه پوهه هم پراختیا مومي.

دا ساده لیدلوری د لا پیاوړو معلوماتي ټکنالوژیو  تعقیب توجیه کوي چې د کمپیوټر عصر او انټرنیټ نیمه رسمي نظریه وه. د ۱۹۸۹ کال په جون کې، د برلین دیوال او اوسپنیزې پردې له راپرځېدو څخه څو میاشتې وړاندې، رونالډ ریګن اعلان وکړ چې “د ټولواکۍ کنټرول «جالوت» به ژر د مایکروچیپ «داوود» له خوا راوغورځول شي[1]” او دا چې “د لویو وروڼو[2] ترټولو لوی به د مخابراتو ټکنالوژۍ په وړاندې په زیاتېدونکې توګه بې وسه وي…. معلومات د عصري دور اکسیجن دی…. دا د اغزن تار سره پوښل شویو دیوالونو څخه څڅېږي. دا د برېښنایي، له ګواښونو ډکو پولو څخه تېرېږي. د الکترونیکي وړانګو نسیم د اوسپنیزې پردې څخه داسې تېرېږي لکه له نازک ټوکر[3].” د ۲۰۰۹ز. کال په نومبر کې، باراک اوباما په همدې روحیې سره د شانګهای په سفر کې خپلو چینایي کوربنو ته وویل “زه په ټکنالوجۍ او د معلوماتو د بهیر په برخه کې په پرانیستو باندې ګروهمن یم. زه فکر کوم چې هرڅومره معلومات په آزاده توګه بهېږي، ټولنه نوره هم پیاوړي کېږي.”[4]

سوداګرو او شرکتونو ډېری وخت د معلوماتي ټکنالوژۍ په اړه ورته مثبت نظرونه څرګند کړي دي. لا په ۱۸۵۸ کال کې د ټیلیګراف د اختراع په اړه په نیو انګلینډر کې یوې سرمقالې ویلي و، “دا ناممکنه ده چې زاړه تعصبات او دښمنۍ دې نور شتون ولري، په داسې حال کې چې د ځمکې د ټولو ملتونو ترمنځ د فکر د تبادلې لپاره داسې یوه وسیله رامنځته شوې ده.[5]” نږدې دوه پېړۍ او دوه نړیوالې جګړې وروسته، مارک زکربرګ وویل چې د فیسبوک موخه “دا ده چې خلکو سره مرسته وکړي چې د نړۍ د لا خلاصولو او د خلکو ترمنځ د پوهاوي د ودې لپاره ډېر څه شریک کړي.”[6]

په ۲۰۲۴ کال کې ، د (یووالي نږدې کېدل) کتاب کې، نامتو مستقبل لیکوال او متشبث (رې کورزویل) د معلوماتي ټکنالوژۍ تاریخ ته کتنه کوي او دې پایلې ته رسېږي چې “حقیقت دا دی چې د ژوند تقریباً هر اړخ په اکسپوننشل[7](تواني) ډول پرمختللې ټکنالوژۍ په پایله کې په تدریجي توګه ښه کېږي.” د بشري تاریخ ستر بهیر ته په کتو سره، نوموړی د چاپ ماشین د اختراع په څېر بېلګې راوړي ترڅو څرګنده کړي چې د خپل ماهیت له مخې معلوماتي ټکنالوژي تمایل لري چې “د انساني هوساینې د تقریباً هر اړخ د پرمختګ لپاره یو ښه دوران رامنځته کړي، د لیک لوست، زده کړې، شتمنۍ، روغتیا ساتنې، روغتیا، دیموکراسۍ او د تاوتریخوالي کمولو په ګډون[8].”

د معلوماتو ساده لیدلوری شاید په ډېره لنډه توګه د ګوګل په ماموریت په بیان کې نغښتی وي چې وایي “د نړۍ معلومات منظم کړئ او هغه په نړیواله کچه د لاسرسي وړ او ګټور کړئ!” د ګویټه خبرداریو ته د ګوګل ځواب دا دی چې که څه هم یو واحد شاګرد چې د خپل استاد د پټو کوډونو کتاب غلا کوي، ښایي یوه فاجعه رامنځته کړي خو کله چې ډېرو شاګردانو ته د نړۍ ټولو معلوماتو ته وړیا لاسرسی ورکړل شي، دوی به نه یوازې ګټورې کوډګرې جاروګانې جوړې کړي بلکه دا به زده کړي چې څنګه له هغو سره په هوښیارۍ سره چلند وکړي.

ادامه لري…

[1] په دې معنا چې جالوت به د کمزوري داوود له خوا راوغورځول شي، دلته د ابراهیمي ادیانو مشهورې کیسې ته اشاره ده چې داود علیه السلام جالوت په یوه جګړه کې وواژه.

[2] د لویو وروڼو څخه موخه د جورج اورېل د یوې کیسې کنایه ده، د لویو وروڼو اصطلاح د زبرځواکونو او لویو قدرتونو لپاره کارول کیږي. دلته د لیکوال موخه دا ده چې ان لوی ځواکونه به هم د تکنالوجۍ پر وړاندې بې‌وسه وي.

[3] “Reagan Urges ‘Risk’ on Gorbachev: Soviet Leader May Be Only Hope for Change, He Says,”Los Angeles Times, June 13, 1989, www.latimes.com/archives/la-xpm-1989-06-13-mn-2300-story.html.

[4] White House, “Remarks by President Barack Obama at Town Hall Meeting with Future Chinese Leaders,” Office of the Press Secretary, Nov. 16, 2009, www.obamawhitehouse.archives.gov/the-pressoffice/

remarks-president-barack-obama-town-hall-meeting-with-future-chinese-leaders.

[5] Quoted in Evgeny Morozov, The Net Delusion: The Dark Side of Internet Freedom (New York: Public Affairs, 2012).

[6] Quoted in Christian Fuchs, “An Alternative View of Privacy on Facebook,” Information 2, no. 1 (2011): 140–65.

[7] د انګلیسي ژبې ځینې لغتونه داسې دي چې په پښتو کې په سختۍ سره مفهوم ترې اخیستل کیږي، اکسپوننشل  Exponentialڅخه موخه پر لوړتیا جریان دی. دا لغت یې د ریاضیاتو د اکسپوننشل(تواني) بحث څخه اخیستی دی. اکسپوننشل فنکشن(تابع) هغه دی چې متحول یې په توان(نما) کې وي. د دې تابع د ګراف شکل مخ پر ودې وکټور دی، له همدې ګرافي تصور څخه دا کلمه اخیستل شوي ده.

[8] Ray Kurzweil, The Singularity Is Nearer: When We Merge with AI (London: The Bodley Head,

تیره برخه

نېکزس | یووال نوح هراري – تاند (taand.net)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب