Homeخبرونهبلوچستان کې چاودنې ۷ پاکستاني پوځیان مړه او ټپيان کړل

بلوچستان کې چاودنې ۷ پاکستاني پوځیان مړه او ټپيان کړل

تاند ( یکشنبه، د میزان ۱۵مه) پاکستاني رسنۍ وایي د دې هېواد په تر ټولو نا امنه صوبه بلوچستان کې پر امنیتي ځواکونو ماین چاودلی، چې له امله یې ۳ پاکستاني عسکر وژل شوي دي.

برید د بلوچستان په قلات سیمه کې رامنځته شوې، چې د مړو ترڅنګ ۴ تنه ټپيان هم دي.

د پاکستان آج ټي وي د قلات د یو لوړ پوړي چارواکي له قوله ویلي، چې چاودنه پرون د شنب په ورځ د قلات ښار سره نزدې په اسکلکو سرک باند د امنیتي ځواکونو په یوه موټر شوې ده.

د پولیسو په ویناده په یاده سیمه کې مخالفو وسله والود سړک پر غاړه چاودیدونکي مواد ځای پر ځای کړي وو، چې د امنیتي ځواکونو رسېدو سره سم یې پرې چاودنه کړې ده.

د یادونې ده، چې تېره ورځ د خېبر پښتونخوا په سرحدي سیمه کرمه کې هم وسله والو د پاکستان پر امنيتي ځواکونو برید کړی، چې له امله یې ۷ عسکر وژل شوي ۲ نور ټپيان شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...