Homeخبرونهد شانګهای غونډې په درشل کې؛ اسلام آباد د قهرجنو لاریونونو کوربه

د شانګهای غونډې په درشل کې؛ اسلام آباد د قهرجنو لاریونونو کوربه

تاند ( یکشنبه د میزان ۱۵مه) د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌آباد او د دې هېواد په یوشمېر کوچنیو ښارونو کې د عمران خان د پلویانو لارویونونه دوام لري.

پاکستاني حکومت له خپلو پوځیانو غوښتي چې سر له نن څخه د پلازمېنې په بېلابېلو سیمو کې ځای پرځای شي.

د عمران خان پلویانو داسې مهال په اسلام اباد کې لارویونونو ته زور ورکړی، چې ټاکل شوې د اکټوبر په ۱۵مه په دې ښار کې د شانګهای همکارۍ د سازمان غونډه ترسره شي.

د همدې غونډې په درشل کې تحریک انصاف اسلام‌آباد د خپلو اعتراضونو لپاره غوره کړی دی.

د پاکستان امنیتي ځواکونو پلازمېنې ته د عمران خان د زرګونو پلویانو د داخلېدو د مخنیوي لپاره ښار ته غځېدلې لارې تړلي، د ټیلیفون زیګنالونه یې بند کړي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې چاته به اجازه ورنه کړي چې د ګډوډیو د جوړېدو لپاره ښار ته داخل شي.

په ورته وخت کې بیا تحریک انصاف ګوند ادعا کړې چې امنیتي ځواکونه په اسلام‌آباد کې د خیبرپښتونخوا د اعلی وزیر د استوګنې ځای ته ننوتي او وزیر اعلی علي امین ګنډاپور یې نیولی، خو پولیسو دا ادعا رد کړې ده.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون پرون په خپله ایکس‌پاڼه په یوه خبرپاڼه کې له پاکستاني حکومت وغوښتل څو د تحریک انصاف ډلې له اعتراضونو سره په اسلام‌آباد، د پنجاب په نورو سیمو او ټول پاکستان کې له زغمه کار واخلي.

د امنیتي ځواکونو او لاریون کوونکو ترمنځ د اخ او ډب راپورونه هم خپاره شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...