یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Homeخبرونهد مسکو فارمټ له طالبانو د معتدلې واکمنۍ غوښتنه وکړه

د مسکو فارمټ له طالبانو د معتدلې واکمنۍ غوښتنه وکړه

تاند (یکشنبه، د میزان ۱۵ مه) د مسکو فارمټ برخوالو پرون (شنبې) د خپلې شپږمې غونډې د پای په اعلامیه کې پر طالبانو غږ کړی چې خپله واکمني معتدله او پراخه کړي او د نحونو او ښځو په شمول د ټولو افغانانو حقونه رعایت کړي.

دوی همداراز له طالبانو غوښتي چې د افغانستان د خلکو د سوکالۍ لپاره شرایط برابر کړي څو افغانان مهاجرت ته اړ نه شي او په نورو هیوادونو کې دېره افغان کډوال بېرته خپل هیواد ته ستانه شي.

د مسکو فارمټ شپږمه غونډه د جمعې په ورځ د روسیې، ازبکستان، پاکستان، تاجکستان، قزاقستان، چین، هند، ایران او قرغزستان د استازو په ګډون پرانستل شوه.

دوی له طالبانو دا هم غوښتي چې له تروریزم، د تروریستي ډلو د منع کولو او د نورو هیوادونو پر ضد د افغانستان د خاورې د نه کارول کېدو په برخو کې د مبارزې او د افغانستان د نړیوالو ژمنو د اجرا کېدو لپاره څرګند او ملموس اقدامات وکړي.

د مسکو غونډې له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې افغانانو ته د بیړنیو بشري مرستو رسولو بهیر چټک کړي او ټینګار یې وکړ چې د دې مرستو سیاسي کول د منلو وړ نه دي.

د مسکو په شپږمه غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم ګډون درلود.

د مسکو فارمټ د شپږمې غونډې برخوالو هیوادونو د یو خپلواک، متحد او سوله ییز هیواد په توګه د افغانستان کلک ملاتړ یو ځل بیا تکرار کړ.

دوی په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د خپلو پوځي تاسیساتو د ځای پرځای کولو لپاره د دریمو هېوادونو هڅې د نه منلو بللي او ویلي دي چې دا کار د سیمې د سولې او ثبات په ګټه نه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب