Homeخبرونهپروان کې ۱۳۰۰ زده کوونکو لپاره د څښاک اوبو شبکه فعاله شوه

پروان کې ۱۳۰۰ زده کوونکو لپاره د څښاک اوبو شبکه فعاله شوه

تاند(یکشنبه، د میزان ۱۵مه) د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف په خپله ایکس پاڼه ۱ زر ۳۰۰ زده کوونکو لپاره د څښاک د اوبو شبکې د جوړېدو خبر ورکړی.

سرچینې زیاته کړې، چې د اوبو رسولو دغه شبکه يې پروان ولایت کې جوړه کړې ده.

د پاکو اوبو دا شبکه داسې مهال فعالیت پیلوي، چې د هېواد په زیاتو سیمو په تېره بیا کلیوالو سیمو کې خلک د څښاک د پاکو اوبو له نشتون شکایت کوي.

په ورته وخت کې روغتیاپالان په هېواد کې د کولرا، نس ناستي ناروغیو د زیاتوالي خبره کوي.

دوی وایي په زیاتو ناروغیو د اخته کېدو اصلي لامل د ناپاکو اوبو کارول دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...