Homeخبرونهپه تېره یوه میاشت کې افغانستان ته تر ۳ زره زیات سیلانیان...

په تېره یوه میاشت کې افغانستان ته تر ۳ زره زیات سیلانیان راغلي

تاند (یکشنبه، ‏د میزان ۱۵مه) د طالبانو د حکومت د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د تېرې وږي (سنبلې) په میاشت کې افغانستان ته ۳ زره او ۳۲۸ بهرني سیلانیان د هېواد له بیلابیلو سیمو لیدنه کړې ده.

یاده اداره زیاتوي چې یاد شمير سیلانیان د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې افغانستان ته راغلي دي.

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي دغه کسان چې ښځې هم په کې شاملې دي د ګرځندویي او کار لپاره افغانستان ته راغلي او بېرته وتلي دي.

افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو راتګ د طالبانو له بیا واکمنېدو سره زیات شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...