تاند (یکشنبه، د میزان ۱۵ مه) د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ غیرقانوني سازمان اعلان کړ او د هغه پر فعالیت یې بندیز ولګاوه.
د پاکستان حکومت دا بندیز یوازې څو ورځې مخکې تر دې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري بلل شوې جرګه دایره شي، لګولی دی.
دې غورځنګ په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د پښتنو د غیرقانوني نیونو، بې درکه کېدو او نورو ستونزو په اړه د اکتوبر په یوولسمه نېټه د یوې سترې جرګې تابیا کړې ده.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت نن (یکشنبې) په یوه حکم کې ویلي چې د دغه هیواد «مرکزي حکومت د دلایلو پر اساس باور لري چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په داسي فعالیتونو بوخت دی چې د پاکستان سولې او امنیت ته زیان لري.»
په حکم کې وړاندې ویل شوي چې د همدې دلیل له مخې، د ترهګرۍ د مخنیوي قانون پر اساس پر پي ټي ایم یا پښتون ژغورنې غورځنګ بندیز لګوي.
دا قانون د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران او غړي له وینا او غونډو منع کوي.
پښتون ژغورنې غورځنګ تراوسه پورې د پاکستان د حکومت د دې پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي.