پوهاند نصرالله ستانکزی
(پنځمه برخه)
۱۳ – د سیورز تړون ( Treaty Of Séverse) : دغه تړون هم د لومړۍ نړیوالې جگړې په پای کې د اتحادیانو (متفقینو) او ترکیې ترمنځ د یوې ماتې خوړلي هیواد په توگه د ۱۹۲۰ کال د اگست په لسمه نیټه؛ د فرانسې په سیورز ښار کې لاسلیک شوه.
دغه تړون ۱۳، بابونه او ۴۳۳ فقرې یې درلودې، چې له مخې بې عثماني ترکیې د خپلې خاورې ډیره برخه په یوروپ او منځني ختیځ کې له لاسه ورکړه. د دغه تړون غټ ټکي په لنډه کي دا دي:
– عراق، سوریه او لبنان چې د ترکیې د امپراتورۍ برخه وه؛ ترې بېله او د فرانسې تر قیمومیت لاندې راغله؛
– ارمنستان د یوه مستقل هیواد په توگه رامنځ ته شو؛
– کردستان د خودمختارې سیمې په توگه ومنل شو؛
– د ازمیر ښار او د اناتولي لودیځې برخې د یونان تر کنترول لاندې راغلل؛
– د ترکيې پوځ محدود کړای شو؛
– د ترکيې سمندري ځواک د اتحادیانو له خوا ضبط شو؛ او
– د داردانل او باسفورس تنگي تر نړیوال نظارت لاندي راغلل.
۱۴ – د لوزان تړون (Treaty Of Lausanne ): دغه تړون چې د ۱۹۲۳ زیږدیز کال د جولای په ۲۴، نیټه؛ د ترکیې د یوه اړخ په توگه او د یونان، بریتانیا، فرانسې، ایتالیا، جاپان، صربیا او کروایشیا ترمنځ لاسلیک شوه، پنځه برخې او ۱۴۵ فقرات درلودل.
دغه تړون چې په حقیقت کې د عثماني امپراتورۍ پای گڼل کیږي او د سورز د تړون پر ځای لاسلیک شو، غټ ټکې یې دا ول:
– د ترکیې د نوي تاسیس شوي جمهوریت پولې په رسمیت وپیژندل شوې؛
– د استانبول بشپړ حاکمیت ترکانو ته ورکول شو، او د ایژې جزیره یونان ته ورکړل شوه؛
– د ترکیې جمهوریت د عثماني امپراتورۍ پر ځای؛ هغه سیمې چی د عثماني خلافت برخې وې نوي حکومت ته ورکړل شوې؛ او ټولې هغه ادعاوې چې د بهرنیو هیوادونو له خوا د عثماني امپراتورۍ پر خاوره کیدې؛ باطلې وگڼل شوې؛
– په ترکیه کې یوناني ژبې وگړي یونان ته منتقل او په یونان کې ترک ژبي؛ ترکیې ته ولیږدول شول؛
– د کاپتالاسیون د نظام ختمیدل؛ چې له مخې یې هغه امتیازات چې په عثماني دوره کې بهرنیانو درلودل په بشپړ ډول ختم؛ او له بهرنیو سره اړیکې په مستقل ډول د ترکیې جمهوریت ته ورمنتقل شول؛ او
– د باسفر او د دردانل تنگي کنترول نړیوال شو. خو د هغه پوځي او سیاسي واک ترکیې ته وسپارل شو.
۱۵، د ملتونو ټولنه (League Of Nations) : دغه لومړنی نړیوال نړی شموله سازمان؛ د ورسای تړون له مخې د ۱۹۲۰ کال د جولای په لسمه تاسیس شو.
د دغه سازمان اصلي پنځه گونې موخې دا وې:
– د نړیوالې سولې ساتل؛ د جگړې مخنیوی او د شخړو سوله ییز حل؛
– د وسلو له منځه وړل، او د دولتونو هڅونه د وسلو د نه استعمال او کنترول په موخه؛
– د ښکیلاک او استعمار په وړاندې مجادله او په مستعمراتو کې د خلکو حقونو ته درناوی؛
– په نړۍ کې دیني او قومي لږکیو حقوقو ته درناوی او د هغوی ساتنه؛ او
– د دولتونو او هیوادونو ترمنځ په ټولنیزو، اقتصادي او کلتوري برخو کې نړیواله همکاري او مرسته.
(نور بیا)