پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد کندهار په شورابک ولسوالي کې پر دیورند کرښه د پاکستاني او...

د کندهار په شورابک ولسوالي کې پر دیورند کرښه د پاکستاني او طالب ځواکونو ترمنځ نښته شوې

تاند(یکشنبه، د میزان ۱۵ مه) د راپورونو له مخې نن سهار د کندهار په شورابک ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته پیل شوې ده.

دا جګړه ډیورنډ کرښې ته نژدې د شورابک ولسوالۍ په نوشاک او ګوزنال سیمو کې وروسته ونښته چې د راپورونو له مخې پاکستاني ځواکونو د طالبانو له خوا د امنیتي پوستې د جوړولو له هڅې سره مخالفت وکړ.

د سرچینو په وینا، د پاکستان پوله ساتو پر طالبانو چې هڅه یې کوله پوسته جوړه کړي، ډزې وکړې.

تر اوسه د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي او طالبانو تر اوسه په دې اړه رسماً غبرګون نه دی ښودلی.

تر دې مخکې په ځاځي اریوب او ګوشتې ولسوالیو کې هم پاکستاني پوځیانو په ورته پلمه د افغانستان پر خاوره بریدونه کړي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...