یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Homeخبرونهطالبان وايي، د پاکستان ترنیګلی وضعیت به پر سیمه منفي اغېز وکړي

طالبان وايي، د پاکستان ترنیګلی وضعیت به پر سیمه منفي اغېز وکړي

ټاند (یکشنبه، د میزان ۱۵ مه) د طالبانو حکومت په پاکستان کې د حکومت او سیاسي مخالفانو ترمنځ پر وروستیو ترینګلتیاوو اندېښنه ښکاره کړه او ویې ویل چې دوام به یې پر ټوله سیمه منفي اغېز وکړي.

د طالبانو د باندنیو چارو وزارت ویندوی عبدالقهار بلخي نن (یکشنبې) پر خپله ایکسپاڼه په یوه بیان کې ویلي چې د ولس د مشروع غوښتنو په وړاندې تر ټولو ښه لار خبرې اترې او تفاهم دی او د ده په وینا د پاکستان وروستیو پېښو ثابته کړې چې له مذاکرو انکار مسلې لا پېچلې کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دا اعلامیه وروسته له دې خپره کړه چې پرون په اسلام اباد کې د پخواني صدراعظم عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند د پلویانو او پولیسو ترمنځ په اسلام اباد کې اخوډب وشو او نن د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د پښتون ژغورنې غورځنګ پر فعالیت بندیز ولګاوه.

په بیان کې زیاته شوې چې د طالبانو حکومت د پاکستان وضعیت له نژدې څاري او هیله لري چې د پاکستان حکومت او اغېزمنې ادارې د دوی په وینا «له زیاتېدونکې نارضایتۍ» سره معقول او واقع بینانه چلند وکړي.

دا لومړی ځل دی چې د طالبانو حکومت د پاکستان د کورنیو مسایلو په اړه عکس العمل ښيي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب