یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Homeخبرونهټي ټي پي د اکتوبر په ۱۱مه د پښتنو د لویې جرګې...

ټي ټي پي د اکتوبر په ۱۱مه د پښتنو د لویې جرګې د جوړېدلو ملاتړ وکړ

تاند (یګشنبه- د میزان ١٥ مه) د پاکستان د طالبانو تحریک (ټي ټي پي) په یوه اعلامیه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) له خوا د اکتوبر په ۱۱مه د رابلل شوې لویې جرګې د جوړېدلو ملاتړ کړ.

د ټي ټي پي د ویاند محمد خراساني له خوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي، «د پښتون قام استازي ګوند – د پښتون ژغورنې غورځنګ – مشرانو د اکتوبر په یوولسمه د خیبر پښتونخوا په زړه خیبر کې د پښتون قامي جرګې د رابللو اعلان کړی دی. تحریک طالبان پاکستان د هر هغه شخص، ګوند او خوځښت ملاتړ کوي چې د مظلومو ولسونو د حقونو لپاره غږ پورته کوي او عملي کوټلي ګامونه اخلي،»

اعلامیه زیاتوي، «الحمدلله پښتون ملت او په ځانګړې توګه د قبایلو زړورو ولسونو تل د مالي او ځاني قربانیو او د جهاد او غزا په سپېڅلي عمل سره د یوه ملت په توګه خپله خپلواکه پېژندګلوي پرځای ساتلې ده،»

د پاکستان د طالبانو تحریک اعلامیه کې د پنجاب د حکومت له خوا د پښتنو د سیمو لوټ تالان ته ګوته نیول شوې او ویل شوي چې زورواکانو نه یوازې دا چې د پښتنو وسایل لوټلي بلکې اوس یې د اواز اوچتولو ته هم نه پرېږدي او د جرګې لپاره لکې شوې خېمې یې هم ور سوزوي.‌

د اعلامیې په پای کې راغلي چې د پاکستان د طالبانو تحریک په دې لړ کې د مظلومو ولسونو او په ځانګړې د پښتون قام تر څنګ ولاړ دی.

ویل کیږي چې د پاکستان حکومت په ټي ټي پي باندې بندیزونه لګولي او نن د اکتوبر په ۶مه یې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) باندې چې یو ولسي او مدني خوځښت دی، او د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو له خوا د جنګي جنایتونو د تعقیبولو او په جبري توګه د ورکو شویو پښتنو د حقونو د ساتنې لپاره راپورته شوی دی، هم بندیز ولګاوه او د هغه فعالیتونه یې غیرقانوني اعلان کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب