پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهکرکټ: د افغانستان الف لوبډله سبا عمان ته ځي

کرکټ: د افغانستان الف لوبډله سبا عمان ته ځي

تاند ( یکشنبه د میزان ۱۵مه) د افغانستان کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې الف لوبډله به سبا (دوشنبه) عمان ته ولاړه شي.
الف لوبډله به د دروېش رسولي په مشرۍ لومړی له کوربه هېواد سره دوه تمریناتي لوبې ولري او بیا به له عمان او هانګ کانګ سره په درې اړخیزو سیالیو کې برخه واخلي.
کرکټ بورډ وایي دا لوبډله به د اسیا نویو رامنځته شويو لوبډلو کپ سیالۍ ترسره کړي.
افغانستان د دې سیالیو په ګروپ کې له سریلانکا، بنګله دېش او هانګ کانګ سره یوځای دی.

دې لوبو ته ټاکل شوې لوبډله:
لوبډلمشر درویش رسولي، صدیق اتل، ذبيد اکبري، نعمان شاه، وفي الله تره‌خېل، شاهد الله کمال، محمد اسحاق، شرف الدين اشرف، ننګیال خروټی، کريم جنت، قيس احمد، الله محمد غضنفر، فريدون داودزی، عبدالرحمن او بلال سميع.
احتياطي لوبغاړي: بشير احمد، حسن عيسی‌خېل، صديق الله پاچا او سليم ساپی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...