دوشنبه, اکتوبر 7, 2024
Homeخبرونهایران د اسراییل د احتمالي برید له کبله ټولې الوتنې لغوه کړې

ایران د اسراییل د احتمالي برید له کبله ټولې الوتنې لغوه کړې

تاند (یکشنبه، د میزان ۱۵ مه) ایراني رسنیو د خپل هیواد د ملکي هوایی چلند ادارې د ویاند له قوله ویلي چې د ایران ټولو هوایي ډګرونو ته به د نننۍ یکشنبې د شپې له ۹ بجو د سبا سهار تر ۶ بجو الوتنې لغوه وي.

ویاند جعفر یازرلو د الوتنو د لغوه کیدو لامل “عملیاتي محدودیتونه” یاد کړل او نور جزئیات یې ورنه کړل.

ایرنا خبري اژانس په یوه خبر کې ویلي چې د هیواد په یو شمېر هوایي ډګرونو کې الوتنې لغوه شوي دي.

د ایران د ملکي هوایي چلند ادارې ویاند د “عملیاتي محدودیت” په اړه څه ونه ویل خو ایراني رسنیو راپور ورکړ چې د اسراییل پوځ چمتووالی نیسي چې پر اسراییل د ایران د سې شنبې د برید غچ واخلي.

اسراییل ویلي چې ممکن د ایران د تېلو پر تاسیساتو، پوځي مرکزونو او اتومي تاسیساتو بریدونه وکړي.

د اسراییل دفاع وزیر یواو ګالانت نن (یکشنبې)، د نواتیم هوایي اډې د کتلو پرمهال، ایران ته سپارښتنه وکړه چې «غزې او بیروت ته وګوري.»

نواتیم، چې تېره اوونۍ ایران پرې د توغندی برید وکړ، د اسراییل د ایف ۳۵ الوتکو په شمول د جنګي الوتکو اډه ده.

ګالانت وویل چې «ایرانیانو د اسراییل د هوایي ځواک وړتیاوې نه دي ویشتي؛ نه یوه الوتکه زیانمنه شوې او نه کوم پرسونل معلول شوی دی.»

هغه زیاته کړه، هرڅوک چې فکر کوي چې پر اسراییل د برید هڅه به اسراییل له اقدام کولو څخه منع کړي، باید یو ځل غزې او بیروت ته وګوري.

کتونکي وايي چې ایران ډېر پرمختللي توغندي لري او که اسراییل پر ایران بیا برید وکړي، ممکن ایران دا ځل په لا پرمختللو وسلو اسراییل په نښه کړي.

اسراییل د افغانستان د فاریاب ولایت هومره مساحت لري او که د امریکا پاتریات توغندي یې د ایران له توغندو ونه ژغوري، ممکن یومخ ویجاړ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب