سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهد افغان کډوالو د ورتګ مخنیوی؛ ترکیې له ایران سره پر پوله...

د افغان کډوالو د ورتګ مخنیوی؛ ترکیې له ایران سره پر پوله تدابیر سخت کړي

تاند (پنجشنبه د اسد ۷) ترکیه وایي د افغان کډوالو د ورتګ د مخنیوي لپاره یې له ایران سره په سرحدي سیمه کې امنیتي تدابیر سخت کړي دي.

د ترکیې د وان ولایت والي ایمن بیلمز د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د ایران سره په ۲۹۵ کیلومتره اوږد سرحد یو کانکریټي دیوال د جوړیدو په حال کې دی او تر څنګ یې نور امنیتي تدابیر هم نیولي څو له افغانستان د ورتلونکو کډوالو د ورتګ مخه ونیسي.

ورته مهال د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په تېرو درې اونیو کې یې د وان په ولایت کې څه د پاسه ۱۶۰۰ پناه غوښتونکي نیولي دي.

د ترکیې حکومت ویلي، دوی له کډوالو سره هېڅ ډول همکاري نه کوي نو له همدې امله افغان کډوالو ته هلته د اوسېدو ځای نشته دی.

ترکیې تر دې وړاندې هم زرګونه افغان کډوال تر نیولو وروسته بېرته افغانستان ته رالېږلي دي.

د افغانستان څخه د امریکایي او ناټو ځواکونو په وتلو او په دې هېواد کې د جګړو په زیاتیدو سره ترکیه د افغان پناه غوښتونکو د نوې څپې د ورتګ څخه اندیښمنه ده.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، تازه ویلي دي چې ترکیه د افغانستان له مقاماتو سره دې هیواد ته د مهاجرو د احتمالي راتګ په هکله په مذاکره بوخته ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب