یکشنبه, مې 19, 2024
Home+پښتو ژبې ته یوه نوې زیاتونه: «چټکه زدکړه وکړئ!» كتاب چاپ شو

پښتو ژبې ته یوه نوې زیاتونه: «چټکه زدکړه وکړئ!» كتاب چاپ شو

ثناالله فیضي
د نن ورځې تر ټولو ستره اړتیا، زدکړه کول او نوي مهارتونه خپلول دي. موږ ټول غواړو ژر، اسانه او اغېزناکه زدکړه وکړو خو راته ښوول شوي نه دي چې دا کار څنګه او څه ډول کېږي. دا زده کول چې زدکړه څنګه وشي، یو خورا اړین مهارت دی چې ټول یې باید ولرو. که دا مهارت و نه لرو، زدکړه کول به راته سخته چاره تمامېږي، ډېر وخت به راڅخه نیسي او د موثریت کچه به مو هم لوړه نه وي. زدکوونکو، زدکړیالانو او هغوی چې د نوو مهارتونو په زده کولو بوخت دي تل په پښتو ژبه کې کې د یو داسې کتاب تشه حس کوله چې دوی ته د اغېزناکې، اسانه او چټکې زدکړې لارې چارې ور وښيي. د دغه تشې د ډکولو یوه ښه هڅه شوې ده او په همدې اړه پښتو ته له انګریزۍ ژبې څخه د «چټکه زدکړه وکړئ!» په نوم یو خورا ارزښتناک کتاب ژباړل شوی.
دا کتاب د فزیک پوه او استاد، ډاکټر جو مکلا لیکلی او پښتو ته ثناءالله فیضي را ژباړلی. «چټکه زدکړه وکړئ!» کتاب د چټکې او اغېزناکې زدکړې پینځه جامع او ګټور ګامونه او تخنیکونه وړاندې کوي چې په هر څپرکي کې یو ګام تشرېح کېږې. د کتاب په لومړۍ برخه کې په دې اړه خورا ګټور تخنیکونه بیان شوي چې زدکړه او مطالعه څنګه پیل کړو، څنګه نوي مالومات او پوهه کسب، خوندي او وکاروو. د کتاب دوهمه برخه، په زدکړه کې د بریالیتوب لارو او چارو باندې پوښل شوې ده. په دغه برخه کې د نورو مهمو موضوعاتو سربېره، د نوټ نیولو، موخو ترلاسه کولو او چټکې لوستنې په اړه  ګټور تخنیکونه را کړل شوي دي. په کتاب کې د راغلو مطالبو مؤثریت او د لیک راونتیا د دې سبب کېږي چې د لوستونکي لېوالتیا لا ډېره کړي، د دې لپاره چې د کتاب ختمېدل، لوستونکی نهیلي نه کړي، په درېیمه برخه کې د ډالیو تر سرلیک لاندې مؤثر او اسانه موضوعات را ټول شوي دي.
کتاب د درسي متنو په څېر پېچلتیا نه لري او ډېر په روان او ساده لیک لیکل شوی او ژباړل شوی دی. هر تخنیک یې عملي بڼه لري، ډېر اسانه دی او ژر پلی کېدای شي. د کتاب لیکوال لسګونه کاله له زدکوونکو سره نږدې پاتې شوی او اوس هم تدریس کوي، د هرې موضوع په لیکلو کې یې له خپلې تجربې څخه پوره ګټه اخستې ده.
 هغوی چې پر زدکړه او د هر ډول مهارت پر زده کولو بوخت دي، د ژر، اسانه او اغېزناکې زدکړې کولو لپاره ورته د دغه کتاب لوستل حتمي دي. «چټکه زدکړه وکړئ!» کتاب کې د زدکړې تخنیکونو په پلي کولو سره خپل وخت سپمولای او د مؤثریت کچه لوړولای شئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب