تاند (پنجشنبه د اسد ۷)روسيه په افغانستان کې د نړيوالو ترهګرو ډلو د فعاليتونو د پراختيا په اړه اندېښنه څرګندوي.
د روسېي دفاع وزير سرګي شويګو وايي ويلي چې په افغانستان کی داعش ته ورته ترهګرې ډلې د پياوړتيا په حال کې دي چې دا چاره د روسيې او منځنۍ آسيا د هېوادونو لپاره د خطر زنګ دي.
روسيې وار له مخه له افغانستان سره د تاجيکستان پر پوله خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي دي او ټينګار يې دا دی په تاجيکستان کې به خپله پوځي اډه نوره هم تجهيز او پراخه کړي او د نورو تاجيکستاني سرتېرو روزنې او سمبالتيا ته به دوام ورکړي.
روسيه په دې هڅه کې ده چې د منځنۍ آسيا په هېوادونو په تېره بيا په تاجيکستان کې دخپلو تدابيرو په زياتېدو سره له افغانستانه د هر ډول احتمالي ګواښونو مخه ونيسي. څه موده وړاندې د تاجيکستان امنيتي ځواکونو هم د افغانستان پولې ته نږدې پراخې مانورې ترسره کړي څو وښيي چې د هر ډول شرايطو پر وړاندې چمتوالی لري.
دروسيې دفاع وزير دغه راز په داسې حال کې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتل له وخته مخکې بللي چې تر دې وړاندې چين هم له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل غير مسوولانه بللي دي.
بل خوا په افغانستان کې د نړیوالو ترهګرو ډلو د فعاليتونو د پيلېدو په تړاو د سيمې د هېوادونو اندېښنې په داسې حال کې مخ پر زياتېدو دي چې طالبانو له امريکا سره د دوحې په هوکړه کې ژمنه کړې چې د بهرنيو ترهګرو د فعاليت مخه به نيسي، خو اوس په خپله د دې ډلې په ليکو کې د هغو بهرنيو جنګياليو د شتوالي خبره کيږي چې په بهرنيو ترهګرو ډلو پورې اړوند دي.