Homeخبرونهچين له طالبانو غوښتي چې د ختيځ ترکستان د اسلامي غورځنګ پر...

چين له طالبانو غوښتي چې د ختيځ ترکستان د اسلامي غورځنګ پر وړاندې وجنګېږي

تاند (پنجشنبه د اسد ۷) چين هيله څرګندوي چې طالبان د ختيځ ترکستان د اسلامي غورځنګ پر وړاندې وجنګېږي.د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ژائو لیجیان وايي چې هيله لري طالبان د ختيځ ترکستان د اسلامي غورځنګ په ګډون د ټولو ترهګرو ډلو پر وړاندې کرښې معلومې کړي او د هغوی پر وړاندې په پرېکنده او اغېزناکه توګه چلند وکړي.

نوموړي زياته کړې چې د ختيځ ترکستان د اسلامي غورځنګ پر وړاندې مقابله د نړېوالې ټولنې ګډ مسووليت دی، خو زياته کړې يې ده چې هيله يې داده چې طالبان د دغه غورځنګ پر وړاندې په پرېکنده چلند سره د سيمه ييز امنيت، ټيکاو او پراختيا لپاره شرايط برابر کړي.

چين له افغانستانه د‌امريکا او ناټو ځواکونو په بېړه وتل د‌افغانستان په تړاو د امريکا د سياست د ناکامۍ نښته بولي خو زياتوي چې د افغانستان خلک لاهم د خپل هېواد د پرمختګ او د اقتصاد د غوړاوي لپاره فرصت لري.

چين په داسې حال کې د خپلې يوې مخالفې ډلې پر وړاندې د طالبانو د جنګېدو غوښتنه کوي چې دوه ورځې د‌ملابرادر په مشرۍ د دې ډلې يوه پلاوي چين ته سفر درلود. په دوحه کې د طالبانو د سياسي دفتر د وياند ډاکټر نعيم په وينا د دغه سفر پر مهال دغه طالب پلاوي له چين نه غوښتي چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ونه کړي او د افغانستان له خاورې يې دغه هېواد ته د ګواښ نه پېښېدو ډاډ ورکړی دی‌.

بل خوا چين ويلي دي چې دغه هېواد ته يې د طالبانو د دغه پلاوي له سفر مخکې له افغان حکومت سره همغږي کړې وه او افغان حکومت دغه هېواد ته د طالبانو پر سفر خبر و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...