سه شنبه, اکتوبر 8, 2024
Homeخبرونهد بیرغ ملي ورځ؛ ولسمشر غني د طالبانو پر ضد د پراخو...

د بیرغ ملي ورځ؛ ولسمشر غني د طالبانو پر ضد د پراخو عملیاتو خبرداری ورکړ

تاند (پنجشنبه د اسد ۷) ولسمشر اشرف غني یو ځل بیان ټینګار وکړ چې طالبان د زور له لارې خپلو موخو ته نه شي رسېدای.

ولسمشر غني چې نن یې د ملي بیرغ د ورځې په مناسبت په ولسمشرۍ ماڼۍ کې خبرې کولې وویل، دوی سولې ته ژمن دي خو د طالبانو جګړې په دې مانا دي چې دغه ډله پر مذاکراتو باوري نه ده.

د ولسمشر په خبره د افغانستان، سیمې او نړۍ اسلامي علماوو ټولو په ځلونو په افغانستان کې د طالبانو له لوري روانه جګړه نارووا بللې ده او په خبره یې دا جګړه هېڅ ډول دیني مشروعیت نه لري.

هغه زیاته کړه، «د طالبانو د واکمنۍ په دوره کې یوه ملي پروژه چې د خلکو په کې ګټه وي پلې شوه  ایا ددوی مشرانو دې ولس ته څرګنده کړې چې ولې یې د ملي ګټو په په پرتله اسام بن لادن ته ترجیح ورکړه؟ ایا د ملي ګټو ته ژمن یو او که شبکو ته؟  افغانستان په ټوله نړۍ کې په تور نامه یادیده د وژنو د میرمنو د محرومیت ایا داغواړۍ تکرار کړئ؟»

محمد اشرف غني وویل، د افغانستان دیني علما او د سولې په مذاکراتي پلاوي کې شته عالمانو په ځلونو له طالبانو سره د جګړې پر سر دیني بحثونه کړي او دوی ته یې واضح کړې ده چې جګړه یې دیني اړخ نه لري.

ولسمشر ټینګار وکړ چې که طالبان سوله نه کوي او پر جګړو ټینګار کوي نو د افغانستان حکومت به یې هم پر وړاندې مقاومت سخت او جګړې پیاوړې کړي.

هغه د طالبانو پر ضد د لا ډېرو پراخو عملیاتو خبرداری ورکړ.

ولسمشر غني پر ځوانانو، مېرمنو او عامو افغانانو غږ وکړ چې په دې حساسو شرایطو کې خپل یووالی وساتي او اجازه ور نه کړي چې هېواد له اوسني وضعیت شاتګ وکړي.

د یادونې ده چې د زمري یا اسد ۷مه نېټه هغه ورځ ده چې د افغانستان حکومت د ملي بیرغ د ورځې په توګه اعلان کړې ده، هر کال دغه ورځ د افغانستان په ګوټ ګوټ کې په ځانګړو مراسمو سره لمانځل کیږي.

د دغې ورځې په ویاړ د ودانیو دیوالونو په شمول د عامو وګړو د تګ راتګ ځایونه د افغانستان په ملي بیرغونو سینګار شوي وي. په دې ورځ معمولا حکومت له خلکو غواړي چې په دې ورځ پر خپلو کورونو هم د افغانستان درې رنګه بیرغونه ځوړند کړي.

همدارنګه د هېواد په ټولو ولایتونو کې د عامو خلکو او دولتي ادارو له خوا د افغانستان درې رنګه بیرغ د ملي سمبول په توګه په مختلفو ډولونو نندارې ته وړاندې کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب