Homeخبرونهچين په افغانستان کې له طالبانو نوې غوښتنه کړې

چين په افغانستان کې له طالبانو نوې غوښتنه کړې

تاند(پنجشنبه، اسد7) – چينايي چارواکو د دې هېواد په تيانجين کې جوړېدونکې غونډه کې له طالبانو توقع لري څو په افغانستان کې د بېلتون غوښتونکې اسلامپاله ايغور جنګیاليو پر خلاف اقدامات وکړي

د چين د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي، د چهارشنبې په ورځ د ملا برادر په مشرۍ د يوې نهه کسیزې ډلې سره وليدل.

د چين يو لوړپوړي ډيپلومات وايي، هېواد يې تل د افغانستان ملي واکمنۍ، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته احترام کړى او د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او دغه راز د افغانانو پر وړاندې دوستانه پالیسي لري.

د چين د بهرنیو چارو وزیر پر امریکا او ناټو نيوکه وکړه چې څنګه دوى دواړه جګړه او د ځواکونو وتل تنظيموي.

هغه وویل: “افغانستان د افغانانو پورې اړه لري او راتلونکى يې باید د همدوى په لاس کې واوسي. په بيړه د امریکايي او ناټو ځواکونو وتل په حقیقت کې د افغانستان په اړه د امریکا د پاليسۍ د ناکامۍ نښه ده. افغانان يو مهم فرصت لري څو ملي ثبات او پرمختګ ترلاسه کړي.”

نوموړي طالبانو ته په خطاب کې وویل، په دې اساس وخت کې د بې ثابتي مخنیوي لپاره پکار ده چې لومړى د هېواد او خلکو ګټې په پام کې ونیسي، په لوړه کچه د سولې مذاکرات وکړي او د سولې اهداف وټاکي او دغه راز د سولې د مثبت تصویر جوړولو لپاره ټولشموله پالیسي غوره کړي.

دغه راز د چين د بهرنیو چارو وزیر د يو موټي افغانستان غږ وکړ او ويې وويل، د افغانستان د واقعيتونو په نظر کې نیولو سره باید ټول اړخونه او قومونه يو موټى اوسي، په ښه توګه او مالکیت سره د سولې ټولشموله مذاکرات پرمخ يوسي او په خپلواکه توګه د افغانستان لپاره يو جامع او مناسب سياسي جوړښت رامنځته کړي.

د ختيځ ترکستان اسلامي حرکت چې د ملګرو ملتونو او امنيت شورا له لوري د يوې نړيوالې ترهګريزې ډلې په توګه پېژندل شوې او له ايغور جنګیاليو ورسره نغښتې ده، له افغانستان سره سرحد کې د چين شيجينګ ولایت کې فعالیت کوي.

وانګ زياتوي، د ختيځ ترکستان اسلامي حرکت په مستقيمه توګه د چين ځمکنۍ بشپړتیا ګواښي او د دې ډلې پر وړاندې مبارزه د نړیوالې ټولنې اساسي مسئولیت ده.

د هغه په خبره افغان طالبان د ختيځ ترکستان اسلامي حرکت په ګډون ټولو نړیوالو ترهګریزو ډلو سره اړيکې پرې او په اغېزمنه او پرېکنده توګه دې له دې ډلې سره مبارزه وکړي، د موانعو په لرې کولو سره خپل مثبت رول ولوبوي او دغه راز د امنیت لپاره داسې شرایط رامنځته کړي چې سيمه کې د ثبات، پرمختګ او همکاريو لامل وګرځي.

په ورته وخت کې په قطر کې د طالبانو ویاند محمد نعيم وویل، د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي او د کرونا ویروس په ګډون له افغانستان سره يې د دې هېواد له دوامداره همکاريو مننه وکړه.

 ياده دې وي، د ختيځ ترکستان اسلامي حرکت په 1990 کال کې د چين د کمونېست پالیسيو پر ضد لاریون وکړ چې حکومت ايغور ورسره په همکارۍ تورن کړل.

امریکا تل چين تورن کړى، چې د ايغور جنګیاليو په وژلو سره يې د دې اقلیت ډلې نسل وژنه کړې خو چين بيا دا ادعاوې رد کړې او ویلي يې دي چې امریکا د چين د بې ثباته کولو هڅې کوي.

د ختيځ ترکستان اسلامي حرکت اوسمهال د چين، اروپايي ټولنې، قرغيزستان، قزاقستان، ماليزيا، پاکستان، روسیې، ترکيې، متحده عربي اماراتو، بريتانيا او ملګرو ملتونو له لوري د تروريستي ډلې په توګه پېژندل شوى دى.

د ملګرو ملتونو تازه راپور وايي، د ختيځ ترکستان اسلامي حرکت اوس هم په افغانستان کې فعالیت کوي او د بدخشان په مربوطاتو کې سلګونه جنګیالي لري او په چين کې د ايغور حکومت د جوړېدو په لټه کې دي.

دغه ډله همدارنګه په افغانستان کې د جنګياليو لپاره اسانتیاوې برابروي او له روزنې وروسته يې چين ته لېږدوي.

بهرنیو چارو وزارت وايي، چین طالبان سیاسي جوړجاړي ته هڅوي

1 COMMENT

  1. اوس نو تر لمر لا روښانه شوه چی طالبان د الله لپاره ندی جنګیدلی بلکه اجاره سوی قاتلین د کفری ممالکو په لاس دی او هر کفری مملکت چی خپل مسلمان رقیب وژنی نو لدی نوی سپینی بلک واټر ډلی سره به چی د مسلمانانو او اسلام په نوم فعالیت کوی قرار داد کوی. مثلا پنجاب ته یی ټټر وهلی چی د افغانستان ټول اداری واحدونه او کدرونه له منځه وړی، د ایران سر یی تړون کړی چی د ابو تولی زیرمی او بندونه به منهدم کوی تر څو دا په نامه مسلمان ملک د اوبو سیر ابه کړی، له روس سره تړون کړی چی هر افغان باید د لینین د عکس لاندی په جماعت لمونځ ادا کړی او د روسانو ټولی مسلمانی مخالفی ډلی به له منځه وړی، د پنجاب سره یی بل تړون دادی چی د کوزی پښتونخواه ټول مشران چی د پنجابی الهاد په مقابل کښی غږ بورته کوی ترورو کوی. په افغانستا ن کښی باید د سر سړی او ښه جهید علما له منځه ولاړ سی، ټول کانونه د امریګا په قومانده خلیلزاد ته وکړی. او د افغانستان نکاح سوی تور سری بلته نکاح کړی چی دا کار یی عملا په شمال کښی شروع کړی. خلص کلام چی باید ددی امارتی جنګی کمپنی چی د ټولی نړی مسلمانان ورکوی ګیلم ټول سی. چی دا کار د ریښتونو افغانانو په اتفاق ټولیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...