شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهبهرنیو چارو وزارت وايي، چین طالبان سیاسي جوړجاړي ته هڅوي

بهرنیو چارو وزارت وايي، چین طالبان سیاسي جوړجاړي ته هڅوي

تاند ( چهارشنبه، د اسد ۶) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د چین دولت دوی ته وار له مخه دغه هېواد ته د طالب پلاوي د سفر په اړه خبر ورکړی وو.

د یاد وزارت په وینا، د دغې بلنې موخه د افغانستان د امنیتي وضعیت او د طالبانو ترڅنګ د بهرنیو ترهګرو د حضور په اړه له دغې ډلې سره د چین د اندېښنې شریکول دي.

بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د چین حکومت په دغه سفر کې طالبانو ته د افغانستان د اامنیتي وضعیت په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې او له دغې ډلې یې غوښتي، چې هر څه ژر جګړه ودروي.

بهرنیو چارو وزارت دغه راز زیاته کړې،چې چین له طالبانو غوښتي، څو له بهرنیو ترهګرو سره اړیکې پرې کړي او له افغان دولت سره جدي مذاکرات پیل او سیاسي جوړجاړي ته غاړه کېږدي.

دا په داسې حال کې ده، چې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویلي، چې د دغه دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو نهه کسیز پلاوی چین ته تللی او هلته یې له چینایي چارواکو سره د افغان سولې په تړاو او دوه اړخیزو اړیکو بحث او خبرې کړې دي.

د یادونې ده، چې دا په تېره یوه میاشت کې د طالب مشرانو درېیم سفر دی، چې د سیمې هیوادونو ته یې کوي.

تر دې وړاندې طالب پلاوي له ایراني او ترکمن چارواکو سره هم لیدلي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب