یکشنبه, مې 19, 2024
Home+امریکايۍ سیمون د رواني ستونزو له امله له لوبې انکار وکړ

امریکايۍ سیمون د رواني ستونزو له امله له لوبې انکار وکړ

تاند ( چهارشنبه، د اسد ۶) د امریکا د جمناسټیک ښځینه لوبغاړي سیمون بایلز ، چې په ۲۰۱۶ المپيک لوبو کې د سرو زرو مډال لري اوس د رواني ستونزو له امله له لوبو انکار وکړ.

بایلز په ۲۰۲۱ المپيک لوبو کې په یو کسیز فاینل لوبو کې هم د روانې ستونزو له امله له لوبو انکار کړی دی.

نوموړې د امریکا یو له پیاوړو لوبغاړو څخه ده او د ګڼو امریکایانو سترګې ورته دي، چې یو ځل بیا به د سرو زرو مډال ګټي.

دغه راز په روانو لوبو کې بیا هدلین دیاز د فلپين هغه لوبغاړې ده، چې د وزن په پورته کولو کې د سرو زرو مډال خپل کړ.

نوموړې ۳۰ کلنه ده او د ۵۵ کیلو ګرامه وزن په پورته کولو یې ۲۰۲۰ توکیو المپيک لوبو کې د سرو زرو مډال خپل کړ.

هغې په دې بریا سره خپل هېواد د المپيک د سرو زرو  د مډال ګټونکو هېوادونو کې شامل کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب