سه شنبه, مې 7, 2024
Home+نګاره شاهین د توکیو المپيک لوبو جودو برخه کې ماتې وخوړه

نګاره شاهین د توکیو المپيک لوبو جودو برخه کې ماتې وخوړه

تاند ( چهارشنبه، د اسد ۶) د توکیو ۲۰۲۱ المپيک لوبو د جودو په برخه کې نګاره شاهین ماتې وخوړه. هغه په اصل کې افغانه ده او اوسمهال د المپيک د نړیوالې کمېټې دمهاجرینو د لوبډلې غړې ده.

هغې د ۷۰ کیلو ګرام وزن پورته کولو په لوبه کې له خپل برازیلۍ سیالې ماریا پورتلا څخه ماتې وخوړه.

دغه راز معصومه علي زاده هم چې افغانه ده او د المپيک د نړیوالې کمېټې د مهاجرینو د لوبډلې غړې ده د بایسکل ځغلونې په برخه کې وروستی ځای خپل کړ.

په دې لوبه هالنډي وان ولوتن د سرو زرو مډال وګاټه او له سویس څخه مارلن روزیر د سپینو زرو مډال او یوې بلې هالنډۍ لوبغاړې  د برونزو مډال واخیست.

د یادونې ده، چې په دې لوبو کې له لسګونه زره لوبغاړو یواځې ۲۵ تنو برخه اخیستلی شوای او معصومه هم یو له هغو لوبغاړو وه چې د لومړي ځل لپاره یې د المپيک په تاریخ کې د یوې مهاجرې په حیث چانس ترلاسه کړی وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب