جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهامریکا: افغان حکومت او طالبان باید د سولې خبرې وکړي

امریکا: افغان حکومت او طالبان باید د سولې خبرې وکړي

تاند(چهارشنبه، اسد6) د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له خپل هندي سيال ايس جي شنکر سره په نوې ډیلي کې د خبري غونډې پر مهال وویل، د افغانستان لپاره نظامي حل نه شته او افغان حکومت او طالبان باید د سولې خبرې اترې وکړي.

بلېنکن وویل، امریکا او هندوستان باور لري، چې د افغانستان جګړه نظامي حل نه لري او افغان حکومت او طالبان دې د مذاکراتو مېز ته سره کېني.

هغه زیاتوي: “موږ دواړه موافقه لرو چې د افغانستان هر راتلونکى حکومت باید ټولشموله وي، د افغانانو استازولي وکړي، او بالاخره د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې بهير وي.”

نوموړي زیاته کړه، امریکا او هندوستان به د افغانستان د ثبات او پرمختګ لپاره خپلې ګډې حياتي رول جاري وساتي.

دغه راز انتوني بلېنکن پرون چهارشنبه ویلي و، د افغانانو پر ضد د طالبانو حملې او تاوتریخوالی د افغانستان د راتلونکې لپاره ښه نښه نه ده.

ده په نوې ډیلي کې له هندي چارواکو سره له خبرو وروسته وویل، په افغانستان کې د سولې یوازینۍ لار خبرې اترې دي او ټولې خواوې باید جدي خبرې وکړي.

ورځپاڼه وايي، هغه د هند له بهرنیو چارو وزیر سره په خبري غونډه کې وویل، که طالبان افغانستان ونیسي، افغانستان به د نړۍ یو منفور دولت وي.

ده زیاته کړې، هغه افغانستان به، چې د خپلو خلکو حقونو ته درناوی نه کوي او پر خپلو خلکو ظلمونه کوي، یو منفور او رټلی هېواد وي.

په ورته مهال د هند د بهرنیو چارو وزیر ايس جي شنکر وویل، نړۍ يو خپلواک، ډيموکرات، د ملي واکمنۍ خاوند او باثباته افغانستان غواړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب