شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهعمران خان: اوس طالبان روغې جوړې ته اړایتسل کېدای نه شي

عمران خان: اوس طالبان روغې جوړې ته اړایتسل کېدای نه شي

تاند(چهارشنبه، د اسد۶) د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي، اوس ډیره سخته ده چې طالبان دې روغه جوړه وکړي.

عمران خان نن /چهارشنبه له پي بي ایس نیوز تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې د افغانستان حالات دې حد ته د امریکا له کبله خراب شوي دي، ویې ویل، کله چې شاوخوا یو نیم لک امریکايي پوځیان په افغانستان کې مېئشت وو، د سیاسي روغې جوړې امکان و خو کله چې یې ۱۰ زره سرتېري وایستل او د نورو د ایستلو مهالوېش یې اعلان کړ، طالبانو فکر وکړ چې جګړه یې ګټلې ده.

د امریکا پخواني دیموکرات ولسمشر بارک اوباما په ۲۰۱۰ – ۲۰۱۱ کې افغانستان ته اضافي ځواکونه راولیږل چې ورسره د ټولو نړیوالو ځواکونو شمېر ۱۵۰ زرو ته ورسېد خو وروسته اوباما ۳۰ زره سرتېري وایستل او اعلان یې وکړ چې ټول محارب پوځیان باسي.

عمران خان وویل، اوس څوک طالبان سولې ته اړ ایستلی نه شي.

د افغانستان حکومت پاکستان د طالبانو په ملاتړ تورنوي او وايي چې په وروستیو کې له پاکستانه زرګونه طالبان او نور سختدریځي د جګړې لپاره افغانستان ته وراوښتي دی.

خو عمران خان له پي بي ایس سره په مرکه کې دا تور بې اساسه وباله.

عمران خان، چې هیواد یې د افغانستان د جګړې د اور په تود ساتلو کې ملامت ګڼل کېږي، د افغانستان د وضعیت په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې امریکا د افغانستان حالات ګډوډ کړي دي.

ده وویل، امریکایان په پیل کې د پوځي حللارې په لټه کې وو چې اصلاً داسې یوه لار نه وه. او کله چې به ده د امریکا پر پوځي مداخلې انتقاد کاوه نو ده ته یې د طالبان خان لقب ورکړ.

ده زیاته کړه«زه نه پوهېږم په افغانستان کې د امریکا هدف څه و، ایا دولت یا ملت جوړونه، ولسواکي یا د ښځو ازادي. هر څه چې و، په کومه طریقه چې دوی غوښتل دا یې د حلا لار نه وه.»

د پاکستان صدراعظم دغه راز په وویل، په پاکستان کې به امریکا ته کومه اډه ورنه کړي او په وينا يې دوى دا ظرفیت نه لري چې په سرحد کې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې برخه واخلي او داسې وخت کې جګړه د پاکستان سوداګرۍ او ګرځندوى ته زيان اړوي نو دوى نه غواړي چې د داسې جګړې برخه وي.

هغه دارنګه وویل، کله چې په افغانستان کې جګړه وي او اساس يې په پاکستان کې وي نو دوى په خپله هدف ګرځي او په خبره يې دوى غواړي د سولې برخه وګرځي نه د جګړې.

خان زياتوي، د مذاکراتو مېز ته د طالبانو د راتګ په برخه کې يې خپله همکاري کړې او تر دې زيات څه نه شي کولى او دا راز يې د سياسي روغې جوړې لپاره ډېرې هڅې کړي دي.

4 COMMENTS

  1. ته چې بل په غښو ولې هسې پو شه
    چې همدا غشی به ستا په لور ګذار شي
    دا ګز دا میدان
    عمران خانه، اوس پوه شوم چې پخوانیو ښځو ولې خوشې کړی یې. ستا د حماقت لپاره. انشاءالله دا دریمه هم درنه تښتي. ځکه له احمق سره ژوند کول ګران وي. پاکستان حتما په کونه کينوې.

  2. khanah fake khabery mah kawah.
    you are not real pashtoon.
    your ISI AND MILITARY BRANCH SUPPORT TALIBS,.
    afghan government have to get help from GREAT INDIA.
    we afghans support our government, and pakistani dogs(talibs) will not take power.
    you accept that;
    soon you chatalistan will divided by several different states.
    pashtoons&balooch will get freedom.
    MQMmahajer quasi moment &sendee brother will get free states,
    only Punjab will stay for terrorism.
    install lah
    keep in note

  3. موږ نه پوهېږو چې ټالبان څرنګه جیوانات دي، وايي: سوله نه کوم، خبرې نه کوم، جنګ ته دوام ورکوم خو پړه یې نه منم، ترور کوي خو نه یې مني، بمونه ږدي چې ولسي وګړي شهیدان کړي بیایې پړه نه مني او …

  4. تمام كشورهاي جهان بالخصوص امريكا, برتانيه و سازمان های بین الملل و شورای امنیت جهانی و کشور های دیگر منطقه مانند چین و هند و ایران خبر هستند که فوج و استخبارات پاکستان از تمامی گروهای جنگی قبلی و فعلی افغانستان حمایت مالی نظامی و سیاسی میکنند چون وزیر داخله پاکستان گفت که تمامی زخمی های طالبان در پاکستان تداوی میشود و اکثری اوقات سیاسیون طالبان هر زمان مشکلات در گفتگو پیدا میشود سیاسیون و رهبران بلند رتبه شان به پاکستان سفر میکند ویا به ایران و روسیه سفر میکند همین اکنون طالبان به چین نیز سفر کرده که چین بالای پاکستان میتواند اثر گذار باشند.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب